کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړېکو پر پراختیا خبرې کړي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده تېره ورځ په کابل کې د چین له سفیر جاوشینګ سره ولېدل.
سرچينې لیکلي، دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا، دوه اړخیزو همکاریو او تر څنګ يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو ډېروالي او ځینو نورو اړینو موضوعاتو په اړه ګټورې خبرې وشوې
Views: 21