Pajhwok Afghan News

بامیان کې یو شمېر خلک وايي، په دغه ولایت کې د ستوني او غوږونو درملنې لپاره امکانات نشته

بامیان (پژواک، ۹ سرطان ۱۴۰۳): د بامیان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ستوني او غوږونو ناروغیو درملنې برخه کې د امکاناتو پر نشتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي، د دې برخې ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته ولاړ شي.

د دغه ولایت یوه اوسېدونکي عبدالغني پژواک خبري اژانس ته وویل، د بامیان په ولایتي روغتون کې د ستوني او غوږونو درملنې څانګې نشتوالي ناروغان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: «یو کال کېږي چې څلور کلن زوی مې د غوږونو درد لري خو د بامیان ولایتي روغتون ته څو ځلې له مراجعې وروسته لا هم ستونزه نه ده حل شوې او زوی مې له دې ناروغۍ ځورېږي.»

نوموړي څرګنده کړه، روغتون ته یې مراجعه وکړه خو یوازې یو قطی ملهم او څو انټي‌بیوټیک یې ورکړل خو ناروغ ورسره ښه نشو، بالاخره ورته وویل شول چې خپل کابل ته یې بوځه.

د بامیان یوه بله اوسېدونکې شریفه هم چې د ستونې تکلیف لري او د درملنې په موخه یې ولایتي روغتون ته مراجعه کړې، هم په دې برخه کې د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او د عامې روغتیا له مسوولینو غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

نوموړې وویل: «څه باندې شپږ میاشتې کېږي چې د ستونې درد لرم، د روغتون ډاکټرانو تشخیص کړی چې ستونی مې اضافه غوښه لري او د عملیاتو لپاره باید کابل ته ولاړه شم.»

د هغې په خبره، بامیان کې هیڅ داسې کوم شخصي او دولتي روغتیايي مرکز نشته چې دې برخه کې فعالیت وکړي او څو ځلې یې چې شخصي کلینیک ته هم مراجعه کړې، درملنه یې نه ده شوې.

نوموړې څرګنده کړه، د خپلې درملنې وس نه لري، مجبوره ده کابل ته ولاړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیایي چارو پوهان هم په بامیان کې د ستوني او غوږونو درملنې امکاناتو نشتوالی یوه جدي ستونزه بولي.

بامیان کې یو داخله ډاکټر علي‌یار محمدي وايي، معمولاً ویروس، باکټریا، التهاب، انفلونزا، د یوه خارجي جسم له امله د غوږ بندېدل، د غوږ پردې شکېدل، زکام او شخصي حفظ‌الصحې ته نه پاملرنه په ستوني او غوږونو کې د ستونزې پيدا کېدو لامل کېږي.

خو هغه ټینګار کوي، اړینه ده څو پر یادې ناروغۍ اخته کسان د ګوش او ګلو متخصص ته مراجعه وکړي.

ورته مهال، مسوولین وايي، هڅې روانې دي چې د بامیان ولایتي روغتون ارتقا وکړي او څو نورې روغتیايي برخې هم په کې رامنځته شي.

د بامیان د عامې روغتیا رییس ډاکټر جعفر ذکي پژواک ته وویل، بامیان ولایتي روغتون کې یوازې د عمومي داخلې، د ماشومانو، نسايي ولادي او عمومي جراحۍ برخې موجودې دي.

هغه زیاته کړه، لا هم په یاد روغتون کې د ګوش او ګلو، غاښونو، سترګو، د اعصابو جراحي او ارتوپیدي برخې نشته او د دې برخو ناروغان د درملنې لپاره کابل ته لېږل کېږي.

خو د بامیان د عامې روغتیا رییس ټینګار وکړ چې د مراجعینو ستونزو هواري لپاره هڅې روانې دي او روغتیايي اړتیاوې د عامې روغتیا له وزارت او د اغاخان له دفتر سره چې بامیان کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مسوولیت لري، شریکې شوې څو د بېلابېلو، په ځانګړې توګه د ګوش او ګلو ناروغیو درملنې لپاره زمینه برابره شي.

Views: 5

Exit mobile version