Pajhwok Afghan News

کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د مالیزیایي غوړیو بیه یو څه لوړه شوې

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د مالیزیايي غوړیو بیه لوړه شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.

کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۴۰۰ څخه ۱۴۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو هغه وايي چې نن لکه تېرې شنبې په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۹۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۹۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۷۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

نفتي توکي

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي  وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۶۰  او د یو لېټر ډېزلو بیه ۵۸ افغانۍ ده.

دغه‌راز، د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي چې نن د تېرو ۷ ورځو په څېر د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۴۶ افغانۍ ده.

سره زر

د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د حاجي صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو ۷ ورځو په څېر یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سره زر په ۴۳۵۰ افغانیو او ‎یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۳۴۵۰ افغانیو پلوري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په ۸مه هم ‎یو امریکايي ډالر په ۷۱ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېدې.

Views: 7

Exit mobile version