کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د مالیزیايي غوړیو او سرو زرو بیې لوړې شوې، خو د نورو اړینو لومړنیو توکو بیې له بدلون پرته پر ځای پاتې دي.
د کابل ښار په تیمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله په نړۍوالو بازارونو او کابل ښار کې د سرو زرو بیه لوړې شوې ده.
هغه وايي، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله، د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۲۰۰ څخه ۴۲۵۰ افغانیو او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۳۰۰ څخه ۳۴۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرچینې په وینا، په نړۍوالو بازارونو کې د سرو زرو بيو لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم دغه بيې لوړېږي.
په خوراکي توکو کې د مالیزیايي غوړیو بیه لوړه شوې ده.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر زمری صافی وایي، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو عمده پلور بیه له ۱۷۵۰ څخه ۱۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د نوموړي په وینا، دا چې د غوړیو واردات کم او تقاضا ورته ډېره شوې، نو بیه یې هم لوړه شوې ده.
خو نوموړي زیاته کړه، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو عمده پلور بیه ۲۲۰۰ افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ۳۰۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۳۵۰ افغانی دی.
د یو شمېر توکو پرچون پلور د هغو له عمده پلور سره په ځينو مواردو کې لږ، خو په ځینو کې بیا ډېر تفاوت لري.
د کابل ښار په «دهن باغ» سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون پلور بیه ۲۲۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي ۱۸۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۵۰ افغانۍ دی.
دا شنبې د تېلو بیې له بدلون پرته پر ځای پاتې دي.
د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۷۵ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۹۲ افغانۍ دي.
دغهراز، د کابل ښار کلولهپشته سیمې یو ګازپلورونکی محمدشریف وايي، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام ګاز په ۶۲ افغانۍ پلوري.
د اسعارو بیه
د کابل ښار د شهزاده سرای «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۸۹.۳۰ افغانۍ دی او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۵۰ افغانۍ تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د مرغومي په ۳مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۸ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۵۰ افغانۍ تبادله کېدې.
Views: 86
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن