Pajhwok Afghan News

امنیه قومانداني: فراه کې ۷۲ د نشه‌يي توکو کارخونې له منځه وړل شوې دي

فراه ښار (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې په دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو د تولید او پروسس ۷۲ کارخونې له منځه وړل شوې دي.

دغه څرګندونې د فراه امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي محمدنسیم بدري نن د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه وویل چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق او تولید پر وړاندې جدي مبارزه کړې ده.

ده زیاته کړه چې په دغه موده کې ۷۲ د نشه‌يي توکو د تولید او پروسس کارخونې او زرګونه کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۴۸۰ جریب د نشه‌يي توکو کښتونه له منځه وړل شوي او د پنځه سوو معتادینو درملنه هم شوې ده.

د بدري په وینا، په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۴۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي او ترڅنګ یې یو شمېر غیرقانوني وسلې هم له خلکو راټولې شوې دي.

Views: 10

Exit mobile version