ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د کوکنار او بنګو سلګونه جریب کښتونه اړول شوي

غزني کې د کوکنار او بنګو سلګونه جریب کښتونه اړول شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د کوکنار او بنګو ۱۴۳ جریب کښتونه اړول شوي او د نشه‌يي توکو د تولید او پروسس اووه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې له دوو ورځو راهیسې د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو کمپاین پيل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د دغه کمپاین پر مهال تر اوسه په مرکز، اندړو، مقر، واغظ او ناوې ولسوالیو کې ۱۴۳ جریب کوکنار او بنګې اړول شوي دي.

د نوموړي په خبره، د دغه کمپاین په جریان کې د ناوې او زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ پر ګډه پوله د نشه‌یې توکو د تولید او پروسس اووه کارخونې له منځه وړل شوې او په تړاو یې پنځه کسان هم نیول شوي دي.

سرحدي وايي چې دغه کمپاین به د هغه دوام ولري څو د نشه‌يي توکو ټول کښتونه له منځه یووړل شي.

بل لور ته، کروندګر بیا له حکومته د یادو بوټو د بدیل غوښتنه کوي.

د مقر ولسوالۍ یوه کروندګر امیرمحمد پژواک ته وویل، که حکومت کروندګرو ته اوبه برابرې او بدیل تخم ورکړي نو د کوکنارو او بنګو له کرلو به لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د له منځه وړو کمپاین پيل شوی او تر اوسه د کوکنار او بنګو سلګونه جریب کښتونه اړول شوي دي.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.