Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
. . .
د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند په سپينه شګه سیمه کې نن د سرپنټین ډبرو د کان د استخراج چارې پيل شوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د باميان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ اړوند ګنده کوتل سیمه کې د سرب او جستو د لومړي نمبر کان تړون له «افغان دراني» شرکت سره لاسلیک شو.
خوست کې د کرومایټ ډبرو يوه کان د استخراج چارې پیل شوې.
د کندهار په ښوراندام سیمه کې له یوه کان څخه د سمنټو د خامو توکو د استخراج کار پرانیسته وشوه چې د سمنټو د تولید پيل به یې شاوخوا یو کال وخت ونیسي.
په تخار کې د زرمینځنې ځینو شرکتونو مسوولینو په دغه ولایت کې د سرو زرو په کانونو کې د کارونو بندېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، له شپږو میاشتو راهیسې د سرو زرو په کانونو کې چارې درېدلې او په پایله کې یې د بېلابېلو ولایتونو زرګونه هغه کارګر چې دلته پر کار بوخت وو، بېکاره شوي دي.
د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو د یوه کان د استخراج چارې پيل شوې.
د بدخشان ځیني اوسېدونکي په داسې حال کې د «سپينل» قیمتي ډبرې غیرمعیاري استخراج په اړه اندېښمن دي خو د کانونو ریاست وايي، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د استخراج بهیر ولاړ دی خو ممکن ځیني کسان یې په پټه استخراج کړي.
د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت اجرائیوي مرستیال د ریاستالوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي چې د عینک له سيمې څخه د لرغونو اثارو تر بشپړ لېږد وروسته به په عملي توګه د کان کيندنې چارې پيل کړي.
د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۸ کانونه شته چې اوسمهال یې د شپږو د استخراج چارې روانې دي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اړوند په سپينڅک سيمه کې د ډبرو سکرو يوه کان د استخراج چارې پيل شوې چې سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
په کابل کې د چين سفير وایي، هېواد یې هڅه کوي چې په لوګر کې د «د عینک مسو» کان د استخراج چارې، د کان ساحه کې د لرغونو اثارو له لېږد وروسته، ډېر ژر پیل کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن