Username or E-mail:
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
بغلان کې د سمنګان او بغلان ولایتونو د شلو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ تېره ورځ د «وحید افغان» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
ځايي مسوولین وایي، په بغلان ولایت کې سېلابځپلو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو او په هلمند کې له ۱۱۰ سېلابځپلو کورنیو سره مرسته وشوه.
بغلان ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت راغلي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۶۵ کسان مړه شوي او ۲۶۵ نور ټپيان دي.
حکومتي مسوولین وايي چې د بغلان ولایت سېلابځپلو لپاره د قطر هېواد د خوراکي او غیرخوراکي مرستو یوه جوپه د بلخ مرکز مزارشریف ته رارسېدلې ده.
د بلخ ولایت مقام د بغلان له سېلابځپلو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړه، دغه راز په ننګرهار کې بیا له سېلابځپلو سره د مرستو په موخه خېمه ودرول شوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په بغلان کې له سېلابځپلو سره لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت به تر هغه د هغوی ترڅنګ ولاړ وي څو یې ژوند بېرته عادي حالت ته نه وي راغلی.
د بغلان ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې راغلو سېلابونو د ځاني زیان اړولو سربېره څلور زره کورونه ویجاړ او لس زره څاروي تلف کړي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په بغلان ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله ۳۱۵ کسان مړه او ۱۶۳۰ نور ټپیان شوي او څه باندې ۲۶۰۰ کورونه په بشپړه او قسمي ډول ویجاړ شوي دي.
اقتصادي معاونیت وایي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر بغلان ولایت ته تللی دی.
ځايي چارواکي وایي، د بغلان په بېلابېلو سيمو کې د سيلابونو له امله د مړو شوو ٥٠ کسانو مړي روغتونونو ته لېږدول شوي او د ژغورنې عملیات روان دي.
پلخمري ښار کې د نږدې ۳۳ میلیون افغانیو په لګښت په معیاري ډول د برېښنا مزو غځولو شبکې چارې د یو خصوصي شرکت له لوري پیل شوې چې په شپږو میاشتو کې به بشپړې شي.
د بغلان سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یوه ۱۸ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن