جلال اباد (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٩) : ځايي چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال څلور پاڅون کوونکي او اته وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل د مرغومي په ١٤مه، په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ وسله والو طابانو د بټي کوت ولسوالۍ په دويم فارم سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوستو بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې څلور پاڅون کوونکي وژل شوي او په ځوابي ډزو کې اته وسله وال مخالفين هم وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
امرخېل ويلي: (( زه شخصاٌ یاده موضوع له نږدې څارم، نن له نظامي شورا سره د همدې موضوع د اساسي حل په موخه ناسته لرم،همدا راز د ولایت مرستیال په میاخېل سیمه کې دی، ولس ته اطمينان ورکوو چې په همکارۍ به یې په بټي کوټ کې د دایمي او اساسي امنیت لپاره کار کیږي او دا ستونزه به بنیادي حل کیږي .))
بلخوا د بټي کوټ ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د څلورو پاڅون کوونکو د وژل کېدو په غبرګون کې نن لاريون وکړ او د تورخم – جلال اباد لاره يې د څو ساعتونو لپاره د خلکو پر مخ تړلې وه.
د عزيز الله عزيز په نوم د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل، ځایي خلک پر دولت نیوکه کوي چې د بټي کوټ ولسوالۍ د نا امنۍ لپاره دسیسې جوړیږي، خو مسوول چارواکي یې غم نه خوري همدا مهال یو شمېر خلکو د تورخم ـ جلال اباد لار تړلې ده.