جلال اباد (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۹): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ سلګونه خلکو په دغې ولسوالۍ کې د زياتېدونکې ناامنۍ په تړاو لاريون وکړ او د شپږو ساعتونو لپاره يې د جلال اباد – تورخم لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
دوی تور پورې کړ چې حکومت يادې ولسوالۍ کې د ناامنۍ زياتوالي ته په لوی لاس پلمې جوړوي او دغه راز يې هلته د شته ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ هم وکړ.
دوی ظاهراً په ياده ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو پر پوستو د وسله والو طالبانو د پرونيو بريدونو او نښتې په غبرګون دا لاريون کړی دی.
دغه نښته چې د جمعې په سهار پيل او د ورځې تر پايه يې دوام وکړ، د چارواکو په وينا، ۸ طالبان او څلور پاڅونوال په کې ووژل شول او شپږ وسله وال ټپيان دي.
لاريون کوونکي وایي، ولايتي اداره د پاڅونوالو ملاتړ نه کوي او هلته پراته کوچيان تورنوي چې د شخصي او دولتي ځمکو د غصب لپاره پر پاڅونوالو بريدونه کوي.
خو ولايتي اداره وایي، بټي کوټ کې د ناامنۍ زياتېدو ته اجازه نه ورکوي او له پاڅونوالو د ملاتړ ټټر وهي.
د ننګرهار بټي کوټ کې دې لاريونوالو د تورخم- جلال اباد لويه لار د احتجاج په توګه د شپږو ساعتونو لپاره تړلې وه او وايي، ولسوالۍ کې يې مېشت کوچيان د دولتي او شخصي ځمکو غصب ته د لار هواري لپاره سيمه ناامنه کوي.
د صفت الله په نوم د لاريون يو ګډونوال وايي، ځايې پاڅونوال له کوچيانو سره جګړه کوي، خو امنيتي چارواکي يې د حکومت ملاتړو پاڅونوالو ته د همکارۍ لاس نه ورکوي.
د خان محمد په نوم يو بل لاريونوال وويل، که حکومت یې سیمه کې د مېشتو کوچيانو چې په ناامنۍ او غصب کې لاس لري، ملاتړ ونه کړي، لاريونونه به پراخ او لار به وتړي.
خو د ننګرهار مرستيال والي ببرک مياخېل چې سيمې ته ورغلی، وایي، د پاڅونوالو په ګډون د ټولو ځواکونو په همغږي کېدو به هلته د شته ناامنۍ او هر ډول غصب مخنیوى وکړي.
تېر ماښام د بټي کوټ دوهم فارم کې د پاڅونوالو او طالبانو چې ځايي خلک یې هلته مېشت کوچيان بولي، نښته کړې ده، چې درنه مرګ ژوبله لري.
خو وسله والو طالبانو بيا ويلي چې نښته د دوی وسله والو کړې او ۶ سرتېري يې وژلي او ۹ نور يې ټپيان کړي دي.