کابل ښار (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩١): د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د امريکا استازي ټينګار وکړ، چې هېواد يې افغانستان يواځې نه پرېږدي او ويې ويل، د اعتماد جوړونې په تدابيرو کې چې په دې غونډه کې ونيول شول، بشپړ ګډون لري او لازمې همکارۍ به ترسره کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې مرستيال ويليم بېل برنز، چې نن (د غبرګولي ٢٥مه) يې د اسيا زړه په کنفرانس کې خبرې کولې، وويل، چې دغه غونډه به د سيمې هېوادونو ترمنځ د همغږۍ لپاره يوه ښه کړنلاره رامنځ ته کړي او دغه همکارۍ د دې لامل کېږي، چې افغانستان ثبات او امنيت ته لاره پيدا کړي.
د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس نن سهار ٩ نيمې بجې د ٢٩ هېوادونو او ١٢سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو د بهرنيو چارو د وزيرانو او نورو چارواکو په ګډون په کابل کې پيل شو.
ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې، چې د استانبول کنفرانس د پرېکړو د تعقيب په موخه جوړ شوى دى، په سيمه کې د اعتماد فضا د رامنځ ته کولو او د نورو برخو د ستونزو د هوارولو په برخه کې بحث وشي.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې مرستيال وويل، چې هېواد يې د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې څخه ملاتړ کوي او د استانبول له پروسې سره موازي به خپل دوه اړخيز فعاليتونه ترسره کړي.
هغه وويل: ((په ننني کنفرانس کې د اعتماد جوړونې اوه تدابير پېژندل شوي دي، دغه تدابير عملي او متوازن دي او پر پېچلو مسايلو تمرکز لري او بايد په تدريجي ډول ورسره ګام پر ګام کړنلارې جوړې شي.))
نوموړي څرګنده کړه، چې هېواد يې په نيول شوو تدابيرو کې ګډون لري او له نويو کانالونو به په دې برخه کې لازمې مرستې او همکارۍ وړاندې کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې مرستيال وويل، چې د اعتماد جوړونې اووه تدابير، چې د اسيا زړه په غونډه کې پرې بحث کېږي، درې تدابير يې په اقتصادي همکاريو تمرکز لري.
هغه زياته کړه، چې په نننۍ غونډه کې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو يو ځل بيا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د همکاريو په برخه کې پر خپلو ژمنو ټينګار وکړ.
هغه وويل، چې امريکا په افغانستان کې د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې پر خپلو مرستو ولاړه ده څو دغه هېواد د نوښت وړ اقتصاد ولري او دا کار اوږدمهاله نړيوالو همکاريو ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه، له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو تړون، چې په دې وروستو کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ لاسليک شو، د دې دواړو هېوادونو تر منځ تر ٢٠٢٤ کال پورې نږدې اړيکې په ډاګه کوي او ښيي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د تکامل په لور روانې دي.
هغه وويل، چې ستراتيژيک سند په ډاګه کوي، چې په سيمه کې امنيت ټينګ شي او په همدې سند کې موافقه وشوه، څو له نشه يي توکو، جنايتکارو شبکو، ترهګرۍ او نورو مسايلو پر وړاندې مبارزه کې سيمه ييزې همکارۍ غښتلې شي.
هغه ټينګار وکړ، چې امريکا او خلک يې افغانستان يواځې نه پرېږدي او زياته يې کړه، چې امريکا به په نظامي، اقتصادي او نورو مسايلو کې له افغانستان سره اوږدمهالې همکارۍ ولري، څو په دغه هېواد کې حاکميت او ثبات ټينګ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP