Language

کابل (پژواک، ٢ مرغومى ٩٩): په تېره يوه اوونۍ کې دويم جګپوړى امريکايي جنرال افغانستان ته سفر کړى او له ولسمشر اشرف غني سره يې پر سولې خبرې کړې دي.

له ارګه د مرغومي په ٢مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام)  قوماندان جنرال مک کینزي پرون ماښام له ولسمشر اشرف غني سره کتلي دي.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د چارو ادارې لوی ريیس، د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان او د امریکا متحدو ایالتونو سفارت شارژافیر هم شتون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د افغانستان سولې پروسې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشرۍ مانۍ وايي، جنرال مک کینزي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې یو ځل بیا د امریکا متحدو ایالتونو دوامدار تعهد څرګند کړ.

د يادونې ده، تېره اوونۍ د امريکا د پوځ د لوى درستيزوانو کمېټې مشر جنرال مارک ميلي هم افغانستان ته د سفر پر مهال له ولسمشر اشرف غني سره د سولې پر پروسې او افغان ځواکونو پر ملاتړ خبرې کړې وې.

نوموړي دغه راز په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم ليدلي وو او د تاوتريخوالي پر کمولو يې ټينګار کړى و.