Language

کابل (پژواک،۱۳مرغومی ۹۹): د افغانستان دولت د مذاکراتي ټېم يوه غړي د سولې د ټینګښت او په دغه بهیر کې د ټولو جریانونو د شریکولو لپاره د موقت حکومت پر جوړېدو د ټینګار تر څنګ غوښتنه وکړه چې ارګ او سپېدار باید د سولې په تړاو واحد نظر ولري.
د افغان دولت د مذاکراتي ټېم غړي عبدالحفیظ منصور نن په کابل کې د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې د « سولې خبرو د لومړي پړاو خبرو ارزونه او راتلونکی لیدلوری» په نوم جوړه شوې ناسته کې ادعا وکړه چې طالبان یو دیني حرکت نه دی، بلکې له دین سره تظاهر کوي.
هغه زیاته کړه، یاده ډله د حکمرانۍ شوق لري خو پروګرام نه لري، قدرت غوښتونکي دي خو ټاکلی مشي خط نه لري او ددې ډلې ذهنیت هېڅ بدلون نه دی کړی.
نوموړي وویل: ((اورېدل کېږي چې طالبان د سیاسي ګوندونو په تړاو مختلف نظر لرونه لري، خو دا حقیقت نه دی. د طالبانو له نظره له ملا نیولې د امنیت تر رییس او استاد سیاف پورې ټول د امریکا غلامان او نوکر دي او د دوی له نظره ډول ملامت دي او هغه کسان چې په هره برخه کې زده کړې کوي مجرمان دي.))
هغه زیاته کړه: ((طالبان له ځوان او لوستي نسله ډارېږي، له رسنیو ډارېږي، یو خبریال دوی ته د نظامي جنرال په اندازه ارزښت لري او دغه نسل د ځپلو وړ ګڼي.))
منصور وویل: ((طالبان اوس هم جګړه ییزه روحیه لري او په دې باور دي چې د زور او جګړې له لارې کولای شي واک ته ورسېږي، طالبان د جګړې د شدت په فکر کې دي څو وکولای شي د خبرو پر مېز لاسته راوړنې ولري، لویه تصمیم نیونه د هغوی په لاس کې ده چې په دې باور دي چې د زور او جګړې د شدت له لارې کولای شي واک ته ورسېږي.))
هغه په دې اړه چې په دوحه کې د افغان سولې د خبرو دویم پړاو کې تر ډېره په کومو مواردو خبرې کېږي؟ وویل، په دغه پړاو کې به په دیني مسایلو او سیاسي پروګرامونو خبرې ونه شي او تر ډېره به د قدرت په وېش خبرې وشي.
هغه زیاته کړه: ((طالبان د عامه فکرونو د جذب لپاره دیني شعارونه ورکوي، خو د خبرو پر مېز توجیه نه لري، افغان دولت له ارزښتونو د دفاع لپاره لازم تیاری لري، خو مقابل لوری په دې اړه خبرو ته تیاری نه لري.))
منصور وویل: ((د هغه څه خلاف چې اورو یې د افغان سولې لپاره په داخل او خارج کې اجماع نشته، ځينې هغه هېوادونه چې په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغان دولت پلوي وو د سولې بهیر د نتیجې ته رسېدو او موقت حکومت ملاتړي دي، خو د سیمې یو شمېر هېوادونه یاد پروګرام د امریکا پروګرام ګڼي.))
هغه د کوم کس د نوم له اخیستو پرته وویل، په نظام کې داسې کسان شته چې په شدت یې د موقت حکومت له جوړېدو سره موافقه ښودلې ده.
هغه زیاته کړه: ((هغه کسان چې د دولت په سر کې ځای لري غواړي چې طالبان هم له حکومت سره د حکمتیار د یو ځای کېدو په څېر یو ځای شي خو ځينې نور وايي، که د نظام په ساتلو او د ارزښتونو په تامین سوله ټينګه شي ستونزه نشته چې د نظام په سر کې څوک ځای ولري.))
نوموړي د جګړې د پای ته رسېدو او په نظام کې د طالبانو د مدغم کېدو لپاره یوازینی عملي جوړښت موقت حکومت وباله او ويې ویل، نږدې ده چې طالبان ومني د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په څېر اوسني دولت کې مدغم شي.
هغه د لڼد مهاله حکومت جوړېدل ضروري وبلل او زیاته یې کړه: ((موږ مجبور یو چې د نظام د چوکاټ او بشري حقونو د ارزښتونو د ساتلو لپاره د داسې موقت حکومت پر لوري حرکت وکړو چې طالبان هم په کې شامل شي.))
منصور وویل، طالبانو د سولې خبرو د اجنډا په سر کې د یوه سیاسي جوړښت رامنځته کېدل ځای کړي او پر دې موضوع له خبرو پرته به په هېواد کې د اوربند پر اړه له بحث ډډه وکړي.
د نوموړي په خبره، په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون له مخې باید د راتلونکي میلادي کال د مې میاشتې تر لومړیو له افغانستان څخه بهرني سرتېري ووځي. زموږ هڅه داده چې له مې میاشتې مخکې طالبان او افغان دولت توافق ته ورسېږي.
منصور وویل، اوس د افغان دولت مذاکراتي پلاوی په حساس او سخت وضعیت کې دی، ځکه طالبانو د خبرو د اجنډا لپاره یوازې د اجنډا عنوانونه یاد کړي او په دې اړه یې جزيیات نه دي ورکړي.
نوموړی د طالبانو له خوا د افغان دولت او ښځو د حقونو نه منل او د اساس په توګه د حنفي فقې ټاکل د سولې خبرو د لومړي پړاو ننګونې یادې کړې او زیاته یې کړه، د افغان دولت مذاکراتي ټېم په تېرو درېیو میاشتو کې د څارونکو هېوادونو ملاتړ درلود.
منصور وویل: ((طالبان یو دیني جریان نه دی او دینی بحث ته نه دي تیار، طالبان دیني حرکت نه دی، یوازې دیني شعارونه ورکوي، هغه عملونه چې د طالبانو مشران یې ترسره کوي دیني دلیل نه ورته لري، موږ تل ویلي چې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په نوم باید انسان ونه وژل شي.))
هغه د مصالحې له عالي شورا وغوښتل چې د افغانستان په داخل کې اجماع رامنځته کړي او هېڅ هغه بنسټ یا جریان چې کولای شي په دغه بهیر کې رول ولوبوي، لرې پاتې نه شي.
نوموړي د سولې بهیر په تړوا د ارګ او مصالحې عالي شورا په لیدلورو کې د موجوده اختلاف د له منځه وړلو غوښتنه وکړه او ويې ویل، ارګ یو امر کوي او د مصالحې عالي شورا بل امر کوي.
نوموړي دغه راز د مصالحې له عالي شورا وغوښتل چې د سولې خبرو د ترسره کولو لپاره د افغان دولت د مذاکراتي ټېم په خاطر یوه پراخه طرحه جوړه کړي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((د مصالحې عالي شورا رییس د سیمې هېوادونو ته سفرونه وکړل، خو پایلې یې زموږ لپاره نه دي مشخصې شوې، ځینې هېوادونه اوس هم له دې امله د طالبانو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو موجودیت د دوی لپاره خطر دی، اوس چې له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو د وتلو وخت برابر شوی باید د سیمې له هېوادونو سره خبرې وشي څو د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او داسې حلقه جوړه کړي چې د افغان سولې په ګټه وي.))
منصور زیاته کړه، ټاکل شوې راتلونکې دوشنبې د افغان دولت مذاکراتي پلاوی دوحې ته لاړ شي. هغه روښانه کړه چې یاد پلاوی نن او سبا د ارګ او مصالحې عالي شورا وروستۍ مشورې او لارښوونې اخلي، ځکه تر اوسه له پلاوي سره وروستۍ خبرې نه دي شریکې شوې.
منصور د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((که نظام او ارزښتونه خوندي وساتل شي او سوله ټینګه شي، فضا روښانه وي، ابهام نه وي، د نظام له مشرۍ د یو کس د تلو او بل کس راتلو سره ستونزه نه لرو، موږ پخوا هم دا تجربه کړې، موږ به هېڅکله پر نظام او ارزښتونو معامله ونه کړو.))
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغان دولت مذاکراتي پلاوي تل پر اوربند ټینګار کړی خو مقابل لوری د جګړې په شدت ټینګار کوي.
د لویې څارنوالۍ ستر سلاکار او د کابل پوهنتون استاد ډاکتر حسین راموز نننۍ ناستې ته وویل، د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه باید ناهیلي نه شو.
هغه له ۲۰ کلونو وروسته د سولې خبرو ته د طالبانو حاضرېدل یو پرمختګ وباله او ويې ویل، امریکا په دې موده کې په جګړه کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري.
د ده په خبره، د دواړو لوریو له خوا د تمامیت غوښتنې نسخې باید څنډې ته شي او دواړه لوري باید له ځانه نرمي وښيي.
هغه د واقعي سیمه ییزې اجماع په جوړېدو ټینګار وکړ او ويې ویل، د سیمې او نړۍ هېوادونو له توافق پرته په افغانستان کې سوله نه شي ټينګېدای.
نوموړي زیاته کړه، د امریکا نوی حکومت به د افغان سولې د خبرو له بهیره ملاتړ وکړي خو ښايي تر راتلونکې یوې میاشتې په دې اړه تازه طرحې مطرح شي.
هغه وویل: ((تر هغه ځایه چې موږ معلومات لرو د جوبایډن [د امریکا منتخب ولسمشر] ټېم ښايي د سولې بهیر له اوسني بهیره چې د ټرمپ او جمهوري غوښتونکو موډل دی ملاتړ وکړي، خو په دې برخه کې ابهامات موجود دي. دغه راز تر راتلونکې یوې میاشتې احتمال شته چې په دې برخه کې د امریکا د بهرني سیاست په اړه توپیر لرونکې طرحې مطرح شي.))
ټاکل شوې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرو دویم پړاو د جنورۍ په پنځمه په دوحه کې پیل شي.