د کابل ښاروالي اعلان کړی چې د شهید هنګرها څلورلارې لپاره د نوي هوایي پل طرحه بشپړه شوې او ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي. دا په کابل ښار کې څلورم هوایي پل دی چې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه جوړېږي. تر دې وړاندې د برکي څلورلارې، ولایت مقام او منار نجات په څلورلارو کې هم د هوایي پلونو چارې پیل شوې دي. #کابل #هوایي_پل #کابل_ښاروالي #ترافیک #افغانستان
ویډیويي خبر