ژبه

ویډیويي خبر

د ننګرهار په سپین‌غر کې د دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابیلې پروژې پيل شوې

خپور شوی: ۱۸ تله ۱۴۰۵ موده: 2:36 پښتو

د ننګرهار په سپین‌غر ولسوالۍ کې د نږدې دوه میلیونه امریکایي ډالرو په مالي لګښت د اوبو مدیریت او اوبولګولو ګڼې پروژې پیل شوې په دغو پروژو کې د لسو چکډیمونو، درېیو اوبو زېرمتونونو، درېیو سربندونو او درېیو کانالونو جوړول او د یوه کاریز بیارغونه شامل دي مسوولین وایي، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۳۰۵ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او له ۱۲۰۰ څخه زیاتې کورنۍ به د اوبو د مدیریت او کرنې په برخو کې ترې مستقیمه ګټه واخلي