
د اسلامي امارت مشر شیخ هیبت الله اخوندزاده په کابل کې یوې علمي ـ څېړنیزې غونډې ته په وینا کې د اسلامي نظام پر ساتنې، د شریعت پر پلي کېدو او د مسلمانانو پر یووالي ټینګار کړی، ویلي یې دي چې د خپل واک ساتلو لپاره به مسلمانان په خپلو کې سره ونه جنګوي او له هېواده بهر مېشت افغانان یې بېرته راستنېدو ته بللي دي.





