
انجینر شفیق مسیر د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په کمال باباخېلو کلي کې په خپل شخصي لګښت د نجونو د ښوونځي لپاره دوهپوړیزه ودانۍ جوړه کړې ده. د معلوماتو له مخې، پر دغې ودانۍ۲۲۰ زره امریکایي ډالره لګښت راغلی او په یوه وخت کې د ۳۰۰ نجونو د زدهکړو ظرفیت لري. د دغه ښوونځي زدهکوونکې چې پخوا یې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کولې، د نوې ودانۍ جوړېدو ته خوښ دي





