منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

حقاني: د نظام ثبات پر شرعي اصولو ولاړ بنسټونه غواړي

· ۹:۵۰ · ۰ کتنې

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وایي، د یوه نظام د بقا، ثبات او پرمختګ لپاره اړینه ده چې ټول بنسټونه یې پر شرعي اصولو او ارزښتونو ولاړ وي. هغه نن په کابل کې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د اغېز په اړه علمي او څېړنیز کنفرانس ته ویلي، پر شرعي اساساتو ولاړ نظام به ثبات او پرمختګ ومومي؛ خو له دغو اصولو پرته جوړ شوی نظام د اختلافاتو لامل کېږي او دوام نه شي کولای. حقاني زیاته کړې چې په رښتینې معنا د مسئولیتونو ترسره کول، د تېرو شلو کلونو تر مبارزې ډېر ستونزمن دي.