د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ پر مندخېلو کلي د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې برید په اړه خلک د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې په دغه برید کې تر ۲۲ کسانو شهیدان او له ۱۷۰ تر ۲۰۰ نور ټپيان شوي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه یو ځل بیا د پکتیکا پر ګیان، د پکتیا پر څمکنیو او د کونړ پر منورې ولسوالیو هوایي بریدونه کړي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي. #پکتیا #پاکستاني_بریدونه #Paktia #PakistanAirstrikes
ویډیويي خبر