ژبه

ویډیويي خبر

په کابل کې د سرو زرو نندارتون

خپور شوی: ۷ وږی ۱۴۰۵ موده: 12:48 پښتو
کابل کې د زرګرانو اتحادیې له لوري د لومړي ځل لپاره د سرو زرو څلور ورځنی نندارتون جوړ شوی چې د مسوولینو په خبره، یوازې په لومړیو درېیو ورځو کې ترې شاوخوا ۱۵ زره کسانو لیدنه کړې ده.
د زرګرانو اتحادیې رییس محمدبشر احسان‌زاده وایي، د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو د معرفي، بازارموندنې او د زرګرۍ صنعت د ودې لپاره مهم دي.
نوموړی هیله څرګندوي چې په راتلونکي کې په افغانستان کې په نړۍواله کچه د سرو زرو نندارتون هم جوړ شي او د بېلابېلو هېوادونو استازي پکې ګډون ولري.
یو شمېر زرګران هم د نندارتون د جوړېدو هرکلی کوي او له مسوولو ادارو غواړي چې د زرګرۍ صنعت د ودې او ملاتړ لپاره لا ډېر ګامونه واخلي.
دغه نندارتون د زمري میاشتې په درېیمه جوړ او د دې میاشتې تر شپږمې نېټې به پرانیستی وي.
د دغه نندارتون ویډیويي راپور چې د پژواک خبریال جاوېد رازمند چمتو کړی، دلته وګورئ
#د_سرو_زرو_نندارتون #کابل #زرګري #GoldExhibition #Kabul #Afghanistan