Language

ویډیويي خبر

کابل کې علماوو او سیاسي څېرو پر افغانستان د پاکستان بریدونه «ظلم، بغاوت او تېری» وبلل

خپور شوی: Oct 2, 2026 موده: 9:30 پښتو

یو شمېر علماوو او سیاسي څېرو نن کابل کې په یوه غونډه کې د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي او ځمکني حریم نقض وغانده او هغه یې «ظلم، بغاوت او تېری» وباله. هغوی وویل، د نورستان ولایت په حدودو کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د برید هڅه د افغانستان د امنیت د ګډوډولو د یوې پراخې پروژې برخه وه. هغوی په یوه اعلامیه کې وویل چې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان د ناامنۍ لپاره له ځینو ډلو استفاده کوي او زیاته یې کړه چې په خپله خاوره کې یې د یو شمېر ډلو لپاره نظامي روزنیز مرکزونه جوړ کړي او روزنه ورکوي. په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه وضعیت نه یوازې د سیمې، بلکې د نړۍ د امنیت لپاره ګواښ دی. هغوی له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د پاکستان د «شومو پلانونو او کړنو» مخه ونیسي او په پای کې یې هغو افغانانو ته هم خبرداری ورکړ چې، د دوی په وینا، له بهرنیو استخباراتي کړیو او د پاکستان له پوځي رژیم سره په همکارۍ په افغانستان کې د بهرنیو پروژو د پلي کولو لپاره کار کوي؛ له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان موجود امن په ناامنۍ بدل نه کړي او د هېواد د استقلال او اقتصادي پرمختګ مخه ونه نیسي.