ژبه

ویډیويي خبر

کابل کې د برېښنا د مزو د تولید نوې کارخونې فعالیت پیل کړی

خپور شوی: ۴ تله ۱۴۰۵ موده: 13:18 پښتو

په کابل کې د برېښنا د مزو یوه نوې کارخونه فعاله شوې چې ۲۳ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده. د کارخونې مسوول وايي، دوی اوس کولای شي برېښنايي مزي تر اته درجې نری کړي؛ هغه چاره چې د ده په خبره، له دې مخکې په افغانستان کې نه ترسره کېده. هغه هیله څرګندوي چې د تولید د کچې په لوړېدو سره به له چین، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو د برېښنايي مزو واردات کم شي. #کورنی_تولید #کابل #برېښنايي_مزي #Afghanistan #LocalProduction #ElectricalWires