Language

ویډیويي خبر

ملي موزیم کې تاریخي وسایط او وسایل؛ د افغانستان د تېر پرمختګ نښې

خپور شوی: Oct 10, 2026 موده: 8:08 پښتو

د کابل په دارالامان سیمه کې د افغانستان ملي موزیم؛ هغه ځای چې د ګڼو تاریخي اثارو او مجسمو ترڅنګ پکې بېلابېل تاریخي موټر، پوځي وسایل، د اورګاډي ماشین او کابین هم نندارې ته اېښودل شوي او ساتل کېږي. په دغه موزیم کې د تېرې شاهي دورې د اسونو ګاډۍ هم ساتل کېږي چې د افغانستان د تېر تاریخ یوه برخه انځوروي. دغه وسایط او وسایل د خپل وخت د واکمنانو له لوري د افغانستان د پرمختګ او عصري کېدو لپاره د ترسره شوو هڅو له پاتې‌شونو دي. په دغه ویډیويي راپور کې د دغو تاریخي وسایطو او وسایلو تاریخ، ځانګړتیاوو او له اړوندو پېښو سره یې تړاو ته کتنه شوې ده.