کابل (پژواک ١٠ زمرى ٩٠): د ايساف د څلورو سرتېرو په وژل کېدو سره د روان زېږديز کال له پيل راهيسې، په افغانستان کې د دې ځواکونو د تلفاتو شمېر ٣٣١ تنو ته ورسېد.
هغه خبرپاڼه، چې نن (د زمري ١٠مه) د ناټو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي، چې درې سرتېري يې پرون د افغانستان په لوېديځ کې په يوه غير پوځي پېښه کې وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، يادو سرتېرو له ټپي کېدو وروسته ساه ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې يو بل سرتېرى يې د افغانستان په سوېل کې د دولت د مخالفو وسلوالو په نښته کې وژل شوى دى.
ايساف د دې پېښې کره ځاى او د وژل شوو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى؛ خو په لوېديځ کې ډېرى ايټاليايي او په سوېل کې امريکايي سرتېري مېشت دي.
د دې سرتېرو په وژل کېدو سره، د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د ايساف ځواکونو د وژل شوو سرتېرو شمېر د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ٣٣١ تنو ته ورسېد، چې ٢٣٦ يې امريکايان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ايساف نوى پوځي وياند کارسټين جکويسنCarsten) Jacobson )، تېره اونۍ د خبري ناستې په ترڅ کې د سړک غاړې له ماينونو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې دا ماينونه د افغان، ايساف او ولسي کسانو د مرګ ژوبلې يواځينى لامل دي.
ايساف ځواکونو ته په افغانستان کې تر ټولو لږ تلفات (٣٢ تنه) د روان زېږديز کال په جنوري او تر ټولو زيات (٦٥تنه) د جون په مياشت کې، د دولت د وسلوالو مخالفينو او په نورو پېښو کې وراوښتي دي.
تېر زېږديزکال د دې ځواکونو تلفات ٧١١ تنو او له ٢٠٠١ کال راپدېخوا په ټوليز ډول ٢٦١٢ تنو ته رسېږي، چې ١٦٨٢ تنه يې امريکايي سرتېري دي.
Views: 0
تماس با ما
خبرنامه
ارسال گزارش
اپلیکیشن موبایل پژواک