زبان

آیا حساب کاربری در سایت پژواک ندارید؟

برای اشتراک اینجا کلیک کنید.

د ايساف سرتېرو درې تنو ته مرګ ژوبله واړوله

8 Dec 2011 - 17:23
8 Dec 2011 - 17:23

ګردېز (پژواک، ۱۷ ليندۍ ۹۰): سيمه ييز چارواکي وايي، چې د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې نن له غرمې مخکې آيساف سرتېرو د ګردېز او غزني ترمنځ پر غځېدلې لويه لاره درې تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

 ددوى په وينا، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د عامو خلکو يو موټر پر لويه لاره د بهرنيو سرتېرو د ټانکونو شاته روان و.

 د ګردېز ملکي روغتون سرطبيب  حياګل پکتين پژواک خبري اژانس ته  وويل ،چې د دغې پېښې درې تنه ورته راوړل شوي  ، چې يو يې ځای پر ځای وژل شوی او دوه نور ټپيان دي .

 د پکتين د معلوماتو له مخې، دوى ته راوړل شوي دوه تنه چې په يوه کرولا موټر کې و، برسېرن ټپيان و، چې يو يې د ټپونو له امله د هغه د کورنۍ د غړو له لوري کابل ته ولېږدول شو.

 د ده په خبره ، پاتې بل تن له لومړنيو روغتيايي مرستو وروسته خپل کور ته استول شوی دی.

 د پېښې يو عيني شاهد پژواک ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل ،چې موټر د ايساف ځواکونو شاته روان و او پرته له دې چې سرتيري ورته څه اشاره وکړي، پرې ډزې وشوې.

 ده ادعا وکړه، چې په موټر کې د سورو کسانو له وېشتو وروسته يې يو بل کس د پټي پر سر  و، چې ډزې يې پرې وکړې او ځای پر ځای يې وواژه.

 د دغې پېښې په اړه  په کابل کې د ايساف  مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې دا پېښه رامنځته شوې، خو  په اړه يې پلټنې روانې دي  .

 له بلې خوا د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي پژواک ته وويل، چې ايساف ځواکونو ورته په ورکړو اطلاعاتو کې ويلي ، چې د بهرنيو ځواکونو له کتار وروسته دوه موټر روان و، چې سرعت يې د دوى پر لوري زيات و او دوى پرې له اشارې کولو وروسته ډزې کړې دي.

 د نوموړي په خبره ، بهرنيو ځواکونو ورته دا هم ويلي ، چې يو کس په يو موټر کې لګېدلی او وژل شوی او پاتې دوه ټپي شوي کسان په بل موټر کې سواره و.

 ساپی وايي، چې د دوى جنايي کارکوونکي د پېښې د څېړلو په موخه سيمې ته تللي  او وروسته به معلومه کړي ،چې پېښه څنګه او په څه ډول رامنځ ته شوې ده.

 د يادونې  ده،چې د پکتيا په ولايت کې د لوی اختر په دويمه ورځ د ملي اردو سرتېرو په يوه شخصي کرولا هم ډزې کړې وې، چې په پايله کې يې يوه څلور کلنه ماشومه وژل شوې او دوه تنه نور پکې برسېرن ټپيان شوي و.

Views: 0

تماس با ما

ارسال گزارش

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

اپلیکیشن موبایل پژواک

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر
خروج از نسخه موبایل