زبان

د امريکا د کانګريس پلاوي له ولسمشر کرزي سره وکتل

کابل ښار (پژواک ١١ غويى ٩١ ): د امريکا د کانګرس يو پلاوى د دغه هېواد د سنا مجلس د استخباراتو د کمېټې د رييس په مشرۍ، د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د تړون د مسودې برابرېدل دواړو هېوادو ته ستر برياليتوب وباله.

 

په هغې خبر پاڼه کې، چې د ولسمشر د وياند له دفتره پژواک اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې د کانګرس پلاوې دغه مطلب د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له ولسمشر حامد کرزي سره په لېدنه کې څرګند کړ.

 

د ولسمشر وياند ايمل فيضي تېره اونۍ له پژواک سره په يوه مرکه کې وويل، چې امريکايي او افغاني پلاوو د دغه ستراتيژيک سند کار بشپړ کړى او هغه د وروستۍ مشورې په توګه د دواړو هېوادو پارلمانونو ته سپاري.

 

د ده په وينا، د دواړو لورو د پلاوو کار پر دغه سند بشپړ شوى او د هېواد په دننه کې پر ياد سند سلا مشورې پيل شوې دي.

 

د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امريکا د کانګرس له پلاوي سره په ليدنه کې چې تېر ماښام ترسره شوه، د ستراتيژيکو اړيکو پر سند سربېره، د سولې د پروسې د افغانستان او سيمې پر اوضاع د ملي امنيتي ځواکونو پر تمويل او تجهيز د ښځو وضعيت او تر ٢٠١٤ کال وروسته د امريکا په مرستو هم خبرې اترې وشوې.

 

د امريکا د سنا مجلس د استخباراتو کمېټې د رييسې مېرمن ډيان فينشتين په مشرۍ د امريکا د کانګرس پلاوي د ځانګړو عملياتو د افغاني کولو او د زندانونو د مسؤوليت د لېږد په اړه د دواړو هېوادو ترمنځ د هوکړه ليکونو لاسليک د افغان امنيتي ځواکونو د پياوړتياپه لاره کې مهم وګڼل.

 

ولسمشر حامد کرزي د افغان ځواکونو د پياوړتيا په اړه وويل، چې د افغان امنيتي ځواکونو روزنه او تجهيز د دواړو هېوادو په ګټه دى.

 

نوموړي څرګنده کړه، چې د وروستيو هوکړه ليکونو په چوکاټ کې په تېره بيا د خاصو عملياتو د افغاني کېدو په اړه د افغانستان د خلکو ساتنه او خوندي توب زياتېږي.

د يادنې ده چې تېره اونۍ د امريکا د کانګرس بل پلاوي په کابل کې د ملي جبهې له مشر احمد ضياء مسعود سره د افغانستان د اوضاع په اړه خبرې وکړې او ليوي ګومرت (Louie Gomert) د امريکا د کانګرس د پلاوې په استازېتوب د سولې له پروسې څخه ملاتړ کړى و او څرګنده کړې يې وه، چې بايد په دې پروسه کې ټول اړخونه ګډون ولري.