جلال اباد (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩١): د ننګرهار د ترافيکو چارواکي وايي، څوک چې د موټر چلولو قانوني جواز ونه لري، څارنوالۍ ته يې معرفي کوي.
د ننګرهار د ترافيکو د مديريت د ښوونې او روزنې مسوول سمونيار فضل حق د سلواغې په لومړۍ نېټه،په داسې حال کې پژواک خبري اژانس ته وکړې، چې د موټرچلونې په پنځلس ورځيني کورس کې يې زده کوونکو ته د ډريورۍ نظري زده کړه ورکوله.
د ده په خبره، په ننګرهار کې د ترافيکي پېښو د زيادښت يواځينى لامل د غير مسلکي اشخاصو د موټرو چلول دي، چې په وړاندې يې جدي اقدامات پيل کړي دي.
هغه زياته کړه: ((که چېرې يو ډرېور دلته کورس تعقيب کړي او بيا قانوني جواز واخلي، نو هغه په هر څه پوى وي، چې د ترافيکي پېښو په کچه کې ټيټوالى راځي.))
فضل حق وايي، په ننګرهار کې ډېر شمېر ډريوران د موټر چلولو قانوني جواز نه لري، چې دوى يې په وړاندې جدي مبارزه پيل کړې او هر هغه څوک چې د موټر چلولو قانوني جواز ونه لري، نو څارنوالۍ ته يې معرفي کوي.
د نوموړي په وينا: ((ليسنس چې څوک ونه لري، نو ده غير قانوني کار کړى او هر څوک چې غير قانوني کار کوي، هغه بايد جزا وويني.))
سمونيار فضل حق زياته کړه، هر موټرچلوونکى بايد د قانوني جواز لرلو لپاره ١٥ ورځينى کورس او له هغه وروسته د ازموينې پړاوونه تېر کړي او د جواز تر اخيستلو وروسته دې موټر وچلوي.
ياده دې وي، چې د روان کال په اوږدو کې د ننګرهار په لسګونه ترافيکي پېښو کې له سلو څخه زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.