کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد الف (افغان ابدالیان) لوبډله په درې اړخیزو سیالیو کې نن د هند له الف لوبډلې سره خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.
د افغانستان، سریلانکا او هند الف لوبډلو ترمنځ درې اړخیزې سیالۍ په سریلانکا کې روانې دي.
کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډله به د افغانستان پر وخت نن سهار نهه بجې د خپلې درېیمې یو ورځنۍ لوبې په موخه د هند له الف لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته کښته شي.
دغه لوبه په سریلانکا کې ترسره کېږي.
دغهراز، د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډلې په دغو سیالیو کې له دې مخکې دوه لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه کې يې د هند الف لوبډلې ته ماتې ورکړې او دویمه لوبه یې بیا سریلانکا ته بایللې ده.