زبان

د تېلو بیې په نړۍوالو بازارونو کې لوړې شوې

خواجه نصیرا حمد صدیقی

۱۶ سُنبُله ۱۴۰۵ - ۱۱:۵۱

Views: ۵

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۵): د تیلو بیې نن په نړیوالو بازارونو کې لوړې شوې دي؛ د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو او له منځني ختیځه د تیلو په لېږد کې د ګډوډۍ د دوام اندېښنې د بیو د لوړېدو لامل بلل شوې دي.
رویټرز نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې د ګرینویچ پر وخت تر ۰۵:۱۲ بجو (د کابل پر وخت د سهار ۹:۴۲ بجو) د برنټ خامو تیلو بیه ۷۹ سنټه، یا ۰.۸۲ سلنه لوړه شوې او د هر بیرل بیه ۹۷ ډالرو او ۷ سنټو ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) خامو تیلو بیه هم ۸۰ سنټه، یا ۰.۸۷ سلنه لوړه شوې او د هر بیرل بیه ۹۲ ډالرو او ۲۸ سنټو ته رسېدلې ده.
رویټرز ویلي، تېره اوونۍ د برنټ تیلو بیه ۷.۸ سلنه او د امریکا د خامو تیلو بیه نږدې ۱۰ سلنه لوړه شوې وه.
سرچینې لیکلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو بیا پیلېدو د هرمز تنګي له لارې د تیلو لېږد راکم کړی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو د شنبې په ورځ درې ایراني تېل‌وړونکې بېړۍ په نښه کړې دي؛ په دغو کې یوه د خارک ټاپو ته نږدې وه، هغه سیمه چې د ایران د تیلو د صادراتو له مهمو مرکزونو څخه ده.
بلخوا، د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک ویلي چې درې تېل‌وړونکې بېړۍ یې، چې د دوی په وینا د هرمز تنګي له غیرمجازو لارو تېرېدلې، په نښه کړې دي. دغه ځواک ویلي چې په نورو سیمو کې یې درې نورې امریکايي بېړۍ هم په نښه کړې دي.
د بېړیو د تګ راتګ د څېړنې شرکت «کپلر» (Kpler) د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو ورځو کې هره ورځ په منځنۍ کچه لس باروړونکې بېړۍ د هرمز تنګي له لارې تېرې شوې دي؛ دا د تېرې مې میاشتې راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به د هرمز تنګي دباندې یوه محدوده سیمه اعلان شي.
د «اې‌اېن‌زېډ» (ANZ) بانک شنونکو ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې دوام ښايي د منځني ختیځ د تیلو د عرضې د بشپړ عادي کېدو بهیر وځنډوي.