کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د دې ټولنې عمومي رییس د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي سره د افغانستان د بشري وضعیت، د اړمنو وګړو د اړتیاوو او د بشري مرستو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ټولنې عمومي رییس شیخ شهابالدین دلاور د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغانستان د بشري وضعیت، د اړمنو وګړو د اړتیاوو او د بشري مرستو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو په دې لیدنه کې د طبیعي پېښو له امله د زیانمن شوو وګړو، له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو او نورو اړمنو خلکو د ملاتړ او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په اړه بحث کړی دی.
سرچینې لیکلي، شیخشهاب الدین دلاور له طبیعي پېښو ځپلو خلکو سره د برېتانیا د بشري مرستو له امله مننه کړې او د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي.
نوموړي د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د زړه سوري ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو، په اوو سیمهییزو زونونو کې د بېسرپرسته مېرمنو او ماشومانو لپاره د حرفوي زدهکړو او مهارتونو د پراختیا پروګرامونو، د رواني ناروغانو درملنې او د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوو خلکو ته د مرستو رسولو په اړه معلومات شریک کړي دي.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس ویلي چې د تېرو څو لسیزو ناخوالو له امله په هېواد کې ګڼ شمېر خلک له رواني ستونزو سره مخ دي او اړمنې کورنۍ هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ له همدې امله یاد وګړي پراخو بشري او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي دغهراز له ګاونډیو هېوادونو د تازه راستنو شوو افغان کډوالو وضعیت ته په اشاره ویلي چې دغه کورنۍ سرپناه، خوراکي او غیرخوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
هغه د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو کمېدو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د برېتانیا د لا پراخې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، ورته مهال، د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه ستایلي او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او نورو بشري برخو کې یې د راتلونکي کال لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
لینډسي زیاته کړې چې هڅه به وکړي د روغتیايي خدمتونو برخه کې هم له افغاني سرې میاشتې سره د کافي او اغېزناکې همکارۍ زمینه برابره کړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې لیکلي چې دواړو لورو د بشري مرستو د پراختیا، د اړمنو وګړو د ملاتړ او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.