کابل (پژواک) – د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په خوست کې د امنیه قوماندانۍ لپاره د نوې جوړې شوې اداري ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې په ټول هېواد کې امنیتي پېښې د صفر کچې ته راټيټې شوې دي.
د خوست ولایت امنیې قوماندانۍ لپاره د د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت نوې اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه ودانۍ ۸۶ کاري خونې، د ډوډۍ خوړلو ځای، معیاري اشپزخانه، د ۴۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لرونکی جومات او نور اړین ملحقات لري.
کورنیو چارو وزیر د یادې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې اوسمهال افغانان له رواني او فزیکي امنیت څخه برخمن دي او د هېواد ۳۴ ولایتونو کې امنیتي پېښې د صفر کچې ته راټيټې شوې دی.
نوموړي دغهراز زیاته کړې: «ځینې مغرض کسان له اوسني امنیت څخه خوښ نه دي او هڅه کوي چې خلکو ته اندېښنې او ستونزې پیدا کړي.»
کورنیو چاوز وزیر همدارنګه په ټولنه کې د خلکو ترمنځ همغږي او یووالی نه ماتېدونکی قوت بللی دی.