ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل بانک د ختيځ زون اداري مدير ووژل شو

22 Oct 2011 - 10:29
22 Oct 2011 - 10:29

جلال اباد (پژواک ٣٠ تله ٩٠): د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په وزيرو سيمه کې نن سهار د ماين د يوې چاودنې له امله د کابل بانک د ختيځې سيمې اداري مدير ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.

د خوګياڼو ولسوال حاجي محمدحسن د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د ولسوالۍ د سوېل په درې کيلومترۍ کې د وزيرو دوه لارې ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د کابل بانک اداري مدير سيف الرحمن خپلې دندې د تلو په موخه جلال اباد ښار ته پر لاره و.

هغه زياته کړه، چې وژل شوى ياد کس له خپلو ملګرو سره پلى روان و، چې د ماين چاودنه پرې وشوه.

د نوموړي په وينا، اداري مدير سيف الرحمن د مومندرې د پخواني ولسوال خورشيد خوګياڼيوال د تره زوى او د پچيراګام د پخواني ولسوال حاجي عبدالله وراره و.

د خوګياڼو ولسوال وويل، چې تر اوسه لا نه ده څرګنده شوې، چې دغه چاودنه سياسي بڼه لري او که د شخصي دښمنۍ له امله وه.

د ولسوال پر وينا، په دغې چاودنه کې يو تن د محمد امين په نوم هم ټپي شوى دى.

په ختيځو ولايتونو کې د کابل بانک رييس شفيق الله نصرت د دې پېښې پخلى وکړ او پژواک اژانس ته يې وويل، چې د زون اداري مسوول نن په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د کابل بانک مشر د جزئياتو له ورکولو پرته پژواک ته وويل، چې په ياده چاودنه د سيمې درې تنه هم ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، چې څو مياشتې مخکې د جلا ل اباد ښار د مخابراتو په څلورلارې کې د کابل بانک د څانګې مدير په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو او يو شمېر نورو مامورينو ته يې هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

بايد وويل شي، چې د ننګرهار له ٢٢ ولسواليو څخه خوګياڼي هغه ولسوالۍ ده، چې په تېر يوه کال کې يې څلور قومي مشران په چاودنو کې وژل شوي او خلک يې له يو بل سره زړې دښمنۍ هم لري.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version