ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايساف دوه سرتېري ووژل شول

23 Oct 2011 - 17:04
23 Oct 2011 - 17:04

ابل ( پژواک د لړم لومړۍ نېټه ٩٠): د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف ) په افغانستان کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.

سرچينې زياته کړه چې دغه سرتېري پرون او نن دافغانستان په سوېل کې د وسلوالو مخالفينو په مخامخ بريدونو کې وژل شوي دي.

خو د ايساف خبرپاڼې د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښو کره ځاى نه دى په ډاګه کړى، بايد وويل شي چې په سوېل کې د ايساف ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.

د روان زېږديز کال له پيل راهېسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ٤٨٩ تنو ته ورسېده.‌

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version