مهترلام ( پژواک لړم لومړۍ نېټه ٩٠ ) : د لغمان ولايت د ملي امنيت رياست وايي چې يو تن قاچاقچي يې له ١٢ تنو ماشومانو سره نيولى دى.
د ملي امنيت رياست په ودانۍ کې نن (د لړم په لومړۍ نېټه ) نيول شوى قاچاقچي له ١٢ ماشومانو سره رسنيو ته وښودل شو .
د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر مسوول پژواک خبري اژانس ته وويل چې نيول شوى تن ياد ماشومان د نورستان د نورګرام ولسوالۍ له تتين درې څخه تښتولي وو او غوښتل يې ، چې پاکستان ته يې ولېږدوي.
د هغه په وينا، د ملي امنيت موظفينو ياد شوي ماشومان تېره شپه د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښار اړونده د تيرګړيو په سيمه کې ونيول.
نوموړى وايي ،دغه ماشومان چې عمرونه يې د ٤ او ٦ کلونو ترمنځ دي، نن د هغوى کورنيو ته وسپارل او له نيول شوي تن څخه پلټنې پيل شوې دي .
خو نيول شوي تن عبيدالله پژواک اژانس ته وويل چې دى قاچاقچي نه دى ، بلکې ياد شوي ماشومان يې د زده کړې لپاره پاکستان ته بيول.
نوموړي زياته کړه چې ورور يې د پاکستان د پېښور ښار په ارباب روډ کې مدرسه لري او له ده يې غوښتي وو، چې ورته ماشومان راولي.
د تتين درې يوتن اوسېدونکي شيخ عبدالقادر، چې د خپل ماشوم ترلاسه کولو په موخه راغلى و، پژواک اژانس ته وويل چې عبيدالله ورته په خبرو کې دوکه ورکړې وه.
دى وايي چې دوى هم د هغه په خبرو وغولېدل او خپل اولادونه يې ورته وسپارل.
خو نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې په خپلې ولسوالۍ کې ورته د ماشومانو لپاره د ديني زده کړو زمينه برابره کړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن