ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې ٣٥ ته رسېدلې دي

23 Oct 2011 - 18:38
23 Oct 2011 - 18:38

کندهار ( پژواک د لړم لومړۍ نېټه ٩٠ ) : د کندهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، چې د تېر په پرتله په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې زياتې شوي، چې ډېرې يې په کندهار ولايت کې دي.

 نوموړي دغه څرګندونې نن د( لړم په لومړۍ  نېټه) د ماشومانو د پوليو پر وړاندې د درې ورځني کمپاين د پيل پر مهال خبريالانو ته وکړې.

 ډاکټر عبدالقيوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال په سوېلي حوزه په ځانګړي توګه کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو ګراف لوړ شوى دى.

 هغه زياته کړه، په کندهار ښار او ورسره ٦ ولسواليو کې د ماشومانو د ګوزږ ٢٠ پېښې، په هلمند ولايت کې ١٤ او په زابل ولايت کې يوه پېښه ثبت شوې او په دې توګه، د روان کال په اوږدو کې تر دمهاله ټولې پېښې ٣٥ ته رسېږي.

 نوموړي د دې پېښو د زياتېدو لامل په ټولنه کې د پوليو پر وړاندې د کمپاينرانو سره د سيمې د اوسېدونکيو نه همکاري، د رضاکارانو کمزورى فعاليت، په هېواد کې روانه جګړه او د پاکستان او افغانستان تر منځ د وګړيو تګ راتګ ياد کړ.

 ده وويل، چې د پوليو په روان کمپيان کې به د سوېلي حوزې ١٣٠٠ زره هغه ماشومان چې عمرونه يې له ٥ کلونو کم دي واکسين کړل شي.

 د ده په خبره، دا ځل به په دې کمپاين کې ماشومانو ته د پوليو د واکسين تر څنګ د ويټامين اې کپسلونه هم ورکړي، چې د ماشوماتو د دورې د نورو ناروغو په مخنيوي کې مرسته کوي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version