کابل (پژواک ٣ لړم ٩٠): ولسمشر کرزى نن سهار د سعودي عربستان د شاهي هېواد د وليعهد شهزاده سلطان بن عبدالعزيز د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د سعودي پلازمېنې رياض ته روان شو.
د جمهوري رياست د وياند د دفتر له خوا په يوه خبرپاڼه کې، چې پژواک خبري اژانس ته يې رالېږلې، راغلي، چې په دغه سفر کې له ولسمشر کرزي سره د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول هم ملګرى دى.
د سعودي عربستان وليعهد شهزاده سلطان بن عبدالعزيز د شنبې په ورځ له يوې اوږدې ناروغۍ وروسته د نيويارک ښار په يوه روغتون کې ساه ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزى د شهزاده سلطان بن عبدالعزيز په جنازه کې د ګډون په ترڅ کې د افغانستان د خلکو په استازيتوب خپل د همدردۍ او ډاډګېرنې مراتب د سعودي عربستان سلطنتي کورنۍ ته وړاندې کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې، چې د شهزاده سلطان د جنازې او تدفين مراسم نن، د مازيګر له لمانځه وروسته د اسلامي نړۍ د ډېرو مشرانو په ګډون د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض ښار کې ترسره شي.
سرچينې زياته کړې، چې د سوډان ولسمشر عمرالبشير، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د ماليزيا لومړى وزير نجيب رازق، د کوېټ امير شيخ صباح الاحمد الجابر د هند د عامې روغتيا وزير غلام نبي ازاد او د اسلامي هېوادونو زيات شمېر مشران او لوړ پوړي چارواکي د دې جنازې په مراسمو کې ګډون کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د امريکا د مرستيال ولسمشر جوبايډن، د جاپان وليعهد شهزاده ناروهيتو، د برتانيا وليعهد شهزاده چارلز، د اسپانيې وليعهد په ګډون د نړۍ د هېوادونو لوړ پوړي چارواکي د غمرازۍ لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن