کابل ښار (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩١): ولسمشر حامد کرزى د وليعهد شهزاده نايف د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روان شو.
هغه خبرپاڼه،چې د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې کاږي، چې ولسمشر کرزى نن (د غبرګولي ٢٨مه) له غرمې وروسته د سعودي عربستان د وليعهد شهزاده نايف بن عبدالعزيز د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه مکې ښار ته روان شو.
د سعودي عربستان وليعهد شهزاده نايف بن عبدالعزيز په ورته وخت کې د وزيرانو د مجلس نايب او د کورنيو چارو وزير هم و، د ورپېښې ناروغۍ له امله پرون د ٧٩کلنو په عمر د سويس په ژنيو ښار کې له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه.
په اعلاميه کې راغلي، اټکل کېږي چې د شهزاده نايف د جنازې مراسم د اسلامي نړۍ د يو شمېر مشرانو په ګډون د ماښام د لمانځه له اداکولو وروسته په مسجد الحرام کې ترسره شي او ارواښاد د مکې په ښار کې خاورو ته وسپارل شي.
سرچينې زياته کړې،چې ولسمشر کرزى به د افغان ولس په استازيتوب خپل د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب د سعودي عربستان پاچا، د شاهي کورنۍ غړو او د دغه هېواد ولس ته وړاندې کړي.
سعودي عربستان د نړۍ تر ټولو مهم اسلامي هېواد دى، چې د افغانستان د سولې د ټينګښت او بيارغونې په برخو کې يې مرستې کړې او د ياد هېواد چارواکو ويلي، چې په راتلونکې کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن