کندهار ښار (پژواک ٤ لړم٩٠): د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ کروندګرو او قومي مشرانو د کوکنارو د نه کرلو تړون لاسليک کړى، چې په بدل کې به يې له هغوى سره د کېمياوي سرې او اصلاح شويو تخمونو مرسته وشي.
دغه څرګندونې د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي د کندهار له والي سره په هغې غونډه کې وکړې، چې په دې ولسوالۍ کې جوړه شوې او په کې د کندهار د ولايتي بيارغونې ډلې مشرې، د مرستندويه ادارو استازو، د ولسوالۍ د پرمختيايي شورا غړو، قومي مشرانو او کروندګرو برخه اخيستې وه.
د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ د ټولو کليو مشرانو او کروندګرو ورسره هغه تړون لاسليک کړى، چې له مخې به يې پر خپلو ځمکو کوکنار نه کري.
هغه زياته کړه، دغه راز د سيمې قومي مشرانو ورسره ژمنه کړې، چې د نشه يي توکو د کاروبار مخه به هم نيسي او هېچا ته به د دې کار اجازه نه ورکوي.
د نوموړي په وينا، سيمه ييزه دولتي اداره به په دې برخه کې له کروندګرو سره د کېمياوي سرې او اصلاح شويو تخمونو مرسته کوي.
ولسوال په ياده شوې غونډه کې له مرستندويه ادارو وغوښتل، چې د کرنې د ودې او له کروندګرو سره د مرستې په موخه دې د ارغنداب سيند دواړو غاړو ته استنادي دېوالونه جوړ کړي.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل، چې له قومي مشرانو سره په غونډه کې د امنيت پر ځاى د حکومتدارۍ او بيارغونې د کارونو غوښتنه ډېره وه.
د ده په وينا، دا د دې څرګندويي کوي، چې اوسمهال په ارغنداب ولسوالۍ کې امنيت سل په سلو کې ټينګ شوى او خلک خوندي دي.
نوموړي په ارغنداب کې د سيمه ييزو پوليسو د جوړولو پروسه هم بريالۍ وګڼله او ويې ويل، چې هغوى نه يواځې سيمه د مخالفينو له شتون څخه پاکه کړې، بلکې پرمختيايي کارونو ته يې هم لاره هواره کړې ده.
د ويسا په خبره، نړيوال مرستندويان حاضر دي، چې په کندهار کې د ټولو سکتورونو د پياوړتيا په لاره کې مرسته وکړي؛ خو تر هغه وړاندې بايد سيمه ييزه اداره خپل لومړيتوبونه وټاکي.
د ارغنداب قومي مشرانو هم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د کوکنارو پر نه کرلو ټينګار کاوه؛ خو غوښتنه يې کوله، چې له هغوى سره دې د کرنې د ودې په برخه کې مرسته وشي.
د دې ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي عبيدالله وايي، چې که حکومت له هغوى سره د کېمياوي سرې، تخمونو او باغونو په روزلو کې مرسته وکړي؛ نو خلک به کوکنارو کرلو ته زړه ښه نه کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن