کلات (پژواک ٥ لړم ٩٠): د زابل ولايتي شورا وايي، چې د نا امنيو له امله په ولسواليو کې د خلکو ستونزو ته پاملرنه نه شي کولاى او نه هم د حکومت له کارونو او د بيارغونې له پروژو څارنه کولاى شي.
د ولايتي شورا مرستيال اسدالله ناصر د لړم په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى نه دي توانېدلي، چې له خلکو سره د ټاکنيز کمپاين پر مهال شوې خپلې ټولې ژمنې ترسره کړي.
هغه زياته کړه، چې د کارونو پر وړاندې يې تر ټولو لويه ننګونه نا امني ده، چې له امله يې دوى نه شي کولاى ولسواليو ته سفرونه وکړي او هلته د خلکو ستونزې له نږدې وويني.
ناصر وويل، په کومو سيمو کې چې امنيتي ستونزې نشته، دوى په وار وار د حکومتي ادارو له کارونو او د بيارغونې له پروژو څارنه کړې او د نيګړتياوو په لرلو سره يې مسوولينو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
نوموړي وايي: ((ولايتي شورا يوه څارونکې اداره ده او کوم اجراييوي ځواک نه لري، نو ځکه نه شي کېداى، د خلکو ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب وويلاى شو.))
د ولايتي شورا مرستيال زياته کړه، چې دوى ځان تل د خلکو له ستونزو خبر کړي، له ولايتي ادارې سره يې شريکې کړې او حتى د دغو ستونزو د حل په موخه کابل ته هم تللي او له بېلابېلو وزارتونو سره په دې اړه غږېدلي او حل غوښتنه ترې کړې ده.
ناصر ادعا وکړه، چې د دوى د هڅو له امله روان کال زابل ولايت د پوهنې په برخه کې پرمختګ کړى او لسګونه هغه ښوونځي، چې مخکې تړلي وو، بېرته خلاص شوي دي.
د پژواک اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د خپل کار په پاتې موده کې خپلو موکلينو ته د هغوى د ستونزو د حل په برخه کې څه ډاډ ورکولاي شي؟ نوموړي وويل: ((موږ د امنيت په صورت کې خلکو ته ډاډ ورکولاي شو، که چېرې امنيتي وضعه سمه وه، د ولايتي شورا وکيلان او د دولتي ادارو رييسان ولسواليو او لرې پرتو سيمو ته تللاى شول، نو موږ خلکو ته ډاډ ورکوو، چې بيا به موږ د هغوى ستونزې حل کړاى شو، خو بيا هم وايم، چې دا په امنيت پورې اړه لري.))
بلخوا د زابل ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ولايتي شورا د وکيلانو هغه ژمنې، چې د ولايتي شورا د تېرو ټاکنو پر مهال يې له دوى سره کړې وې، نه دې عملې شوې.
دوى وايي، چې په تېرو ټاکنو کې کانديدانو د غونډو او خپلو ټاکنيزو پوسټرونو له لارې خلکو ته د ټولنيز عدالت، د دولت پر کارونو د کلکې څارنې، د خلکو له ستونزو د دولتي ادارو د خبرولو او نورو مرستو په برخه کې ورسره ژمنې کړې وې، خو اوس په دې اړه کوم مثبت پرمختګ نه تر سترګو کېږي.
د دغه ولايت د مېزانې د ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد حنيف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا د ټاکنو له مهاله تر اوسه وکيلان د دوى ولسوالۍ ته نه دي ورغلي، څو د دوى ستونزې له نږدې واوري.
هغه زياته کړه، خلک پر خپلو وکيلانو دا حق لري، چې بايد ستونزې يې واوري او د حل لارې ورته ولټوي.
د ده په خبره، په ولسوالۍ کې يې دغه مهال د نا امنۍ ترڅنګ د پوهنې، روغتيا، بيارغونې او کرنې په برخه کې زياتې ستونزې شته او بايد چې د ولايتي شورا وکيلان د دوى د منتخبو استازو په توګه دغه ستونزې له مرکزي او ولايتي ادارې سره شريکې کړي.
د کلات ښار يو اوسېدونکي عبدالله هم وايي، چې د ولايتي شورا وکيلان د خلکو د ستونزو په هوارۍ کې پاتې راغلي اوهغه ژمنې چې له خلکو سره يې کړې وې، نه دې عملي کړې.
نوموړي پژواک ته وويل، چې ولايتي شورا د دولتي ادارو له کارونو او د بيارغونې له پروژو په سمه توګه څارنه نه کوي.
هغه زياته کړه: ((د دولت پر کارونو او د بيارغونې پر پروژو څارنه د ولايتي شورا د وکيلانو قانوني مسووليت دى، تر څو زموږ د استازو په توګه د دولت د سمو کړنو او د پروژو له ښه کيفيت څخه ځان ډاډه کړي او په دې ډول د بې قانونۍ او فساد مخه ونيسي.))
د زابل ولايتي شورا نهه غړي لري، چې درې ښځې او شپږ نارينه دي او اوس د دغې شورا د دويمې دورې د کار له پيل څخه راهيسې نږدې دوه کاله تېريږي، خو لا هم د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، څومره چې له وکيلانو دوى تمه درلوده، هغومره کار يې نه دى کړى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن