ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر توريالي ويسا په کندهار کې د امنيتي تدابيرو د لا ټينګېدو غوښتنه وکړه

9 Nov 2011 - 22:49
9 Nov 2011 - 22:49

کندهار (پژواک ۱۸ لړم  ۹۰ ) د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې دې ګزمې ډېرې او امنيتي پوستې لا پياوړي کړي، تر څو ښار ته د داخلېدونکيو کسانو سمه پلټنه وشي او د امنيتي پېښو مخنيوى وشي.

 

والي دغه څرګندونې په اوونيزه امنيتي غونډه کې وکړې، چې د ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په دې غونډه کې د ملي امنيت رئيس، امنيه قومندان، نظامي څارنوال، په سوېل کې د ايساف د ګډې قومندانۍ مرستيال، د ملي اردو د د٢٠٥ اتل قول اردو قومندان، د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قومندان، د عامه نظم د پوليسو قومندان او د ولايتي بيارغونې ډلې مشرې ګډون کړى و.

 

ډاکټر توريالي ويسا د لوى اختر په ورځو کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي امنيتي تدابير وستايل او ويې ويل، د دغو ورځو د لمانځنې پر مهال په کندهار ولايت کې کومه امنيتي پېښه و نه ليدل شوه.

 

هغه يادونه وکړه، چې د خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله په کندهار ښار او اړوندو لارو کې ګڼې ترافيکي پېښې شوې، چې امنيتي ارګانونه بايد د امنيت تر څنګ د دغه راز پېښو د مخنيوى لپاره هم کار وکړي.

 

نوموړي ټينګار وکړ، چې د خلکو له غوښتنې سره سم دې دغه راز امنيتي تدابير پراخ او پياوړي شي، تر څو د د مخالفينو د مشکوکو ترهګريزو فعاليتونو مخنيوى وشي.

 

نوموړي زياته کړه: ((په کندهار ښار او ولسواليو کې دې د پلې او سپرو ګزمو شمېر زيات شي او کندهار ښار ته د داخلېدونکو ټولو لارو پر سر دې جوړ شوې امنيتي پوستې لا پياوړې شي، تر څو ښار ته داخلېدونکي هر موټر او سړي په سم ډول و پلټل شي.))

 

غونډې ته د کندهار د ملي امنيت رئيس ډګروال عيسى محمد د روانې اوونۍ په اوږدو کې د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او يې ويل، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې يې د عملياتو پر مهال د ٢ مخالفو قومندانانو او ٢ ځانمرګو په ګډون ٦ وسله وال نيولي دي.

 

د نوموړي په وينا، د اختر په شپه يې د کندهار ښار د کنډوالې په سراى کې يو موټر بم چې ٢٥٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي پکې ځاى پر ځاى شوي وو، کشف او شنډ کړ.

 

هغه دغه راز زياته کړه، چې په کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال يوه اندازه امونيم نايټريټ، د کلاشنکوف ١٢ شاجورونه، يو ميل دهشکه، نهه فيره د راکټ مرمۍ او نور تر لاسه کړي دي.

 

د امنيتي غونډې برخوالو د کندهار ولايت لپاره پر ژمني امنيتي پلان هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې د دې پلان په پلي کېدو سره به د دې ولايت شمالي ولسوالۍ په بشپړه توګه د مخالفينو له شتون څخه پاکې او ټول پټنځايونه به يې له منځه يووړل شي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version