کابل (پژواک ١٩ لړم ٩٠): ولسمشر حامد کرزي د سارک سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په اوولسمه غونډه کې د ګډون ترڅنګ د مالدیف او سریلانکا له ولسمشرانو او د نیپال له لومړي وزير سره وکتل.
ولسمشر حامد کرزى پرون له غرمې مخکې د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د سوېلي اسيا د هېوادونو د همکارۍ سازمان (سارک) په اوولسمه سرمشريزه غونډه کې د ګډون په موخه مالديف هېواد ته لاړ.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ په راغلې خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، ويل شوي، چې حامد کرزي د مالديف له ولسمشر محمد نشید سره په کتنه کې، چې نن سهار د مالدیف هېواد د اودوګن په ښار کې ترسره شوه، دواړو لورو د سیمه ييزو همکاریو پر پراختیا، د سارک سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې او پانګې اچونې او په دغو هېوادونو کې د هغې طبیعي انرژۍ په ځانګړې توګه د لمر د انرژۍ د کارونې په اړه خبرې وکړې، چې چاپېریال ته زیان نه اړوي.
د خبرپاڼې په حواله، په دغې کتنه کې د رېل ګاډي له لارې د سارک سازمان د غړو هېوادونو پر نښلولو او همداراز د ځمکې له لارې له شمالي هندوستان، نیپال او بوتان سره د افغانستان پر نښلولو باندې ټینګار وشو.
د یوه بل خبر له مخې، حامد کرزي نن له غرمې مخکې د سریلانکا هېواد له ولسمشر مهیندا راجا پکسا سره د مالدیف هېواد د اودوګن په ښار کې وکتل.
په دغې کتنه کې دواړو ولسمشرانو د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دوه اړخیزو مناسباتو او د مستقیمو دیپلوماتیکو اړیکو پر ټینګښت باندې خبرې وکړې.
په دغې کتنه کې همداراز حامد کرزي د سریلانکا جمهور رئیس ته په افغانستان کې د تحصیلي بهیر او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او له هغې څخه یې وغوښتل، چې سریلانکا دې د افغانستان په خپل لګښت د طب، انجنیري او په یو شمېر نورو برخو کې افغان ځوانان وروزي.
د سریلانکا جمهور رييس په افغانستان کې د شویو پرمختګونو له امله خوښي وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې سریلانکا به په بېلابېلو برخو کې د افغان ځوانانو په روزلو کې همکاري وکړي.
د يو بل خبر له مخې، ولسمشر حامد کرزي نن غرمه د نیپال له لومړي وزير بابورام بهاترای سره د مالدیف هېواد د اودوګن په ښار کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د سارک سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د اوولسمې غونډې او د دوه اړخیزو مناسباتو په اړه خبرې وکړې.
حامد کرزي په دغې کتنه کې د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د سارک سازمان ښه وسیله وبلله او ويې ویل: ((افغانستان او نیپال کولای شي د سارک سازمان له لارې خپلې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.))
د نیپال لومړي ويزر د تورېزم په برخه کې د نیپال او افغانستان ظرفیتونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: ((دواړه هېوادونه د تورېزم په برخه کې ښه ظرفیتونه لري او کولای شي په دې اړه او هم په نورو بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.)
د سوېلي اسيا د همکاريو سازمان، چى د سارک په نوم يادېږي، د سوېلي اسيا د خلکو د سوکالۍ او د ژوند د ښه والي لپاره د همکاريو د کچې د لوړتيا په موخه په 1985 زېږديز کال کې جوړ شو.
په دغه سازمان کې اته هېوادونه: هند، پاکستان، بنګلدېش، سریلانکا، بوتان، مالدیف، نیپال او افغانستان غړيتوب لري.
افغانستان په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.
د سارک سازمان په غړو هېوادونو کې تر يو ميليارد او څلورسوه ميليونه زيات وګړي ژوند کوي او نهه نور سازمانونه اوهېوادونه لکه: ایران، چین، جاپان، سوېلي کوریا، میانمار، استرالیا، موریشس، امریکا او اروپايي اتحاديه په کې د ناظرينو په توګه ګډون لري.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن