ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزی : په سیمه کې باید په ګډه امنیتي ننګونې له منځه یوړل شي

10 Nov 2011 - 19:59
10 Nov 2011 - 19:59

کابل (پژواک ۱۹ لړم ۹۰ ) ولسمشر حامد کرزي د سارک سازمان د غړو هېوادونو سرمشریزې غونډې ته پخپلې وینا کې په دې ټینګار وکړ چې د یوبل له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره په سیمه کې باید په ګډه امنیتي ننګونې له منځه یوړل شي.

د سارک سازمان د مشرانو اولسمه غونډه نن دلړم په ۱۹مه، د افغانستان دولسمشر حامد کرزي په ګډون، د مالدیف هېواد د ادو په ښارکې جوړه شوه.

د ولسمشر د و یندوي له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه غونډه کې چې د مالدیف هېواد په کوربه توب جوړه شوې وه، د سارک سازمان د غړو هېوادونو جمهورو رییسانو او صدراعظمانو پکې ګډون کړی  وو.

ددغې غونډې په پیل کې د مالدیف هېواد جمهوررییس محمد نشید وینا وکړه او وېې ویل چې د سارک سازمان هېوادونه د نړۍ په ډیره مهمه سیمه کې موقعیت لري، دغه هېوادونه د خپل مهموالي له مخې له سترو ننګونو سره مخامخ دي چې تر ټولو مهم یې امنیتي ګواښونه او دهوا د بدلون مسله ده چې باید په کلکه ورته پاملرنه وشي او پر وړاندې په ګډه کار وشي.

هغه زیاته کړه: ((د سارک سازمان غړي هېوادونه ګډې ګټې او ګډې ننګونې لري، په دې سیمه کې ستر فرصتونه شته او داسې ښکاري چې ۲۱ پیړۍ به د سارک د غړو هېوادونو پیړۍ وي ځکه چې په دې سیمه کې ستره انرژي پرته ده، روزل شوي او په کار پوه ځوانان لري چې د ښه ځواک خاوندان او ستر نوښتونه یې رامنځته کړي دي، له دې امله موږ ټول باید په یوه موټیتوب سره له دغو فرصتونو څخه د خپلو هېوادونو او خپلو خلکو په ګټه کار واخلو.))

یادې غونډې ته دافغانستان ولسمشر حامدکرزي هم پخپلې وینا کې په سیمه کې له موجودو فرصتونو څخه پرښې ګټې اخیستنې او د موجودو ننګونو پر له منځه وړلو باندې ټینګار وکړ.

هغه وویل : ((موږ کولای شو د یوبل له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره په سیمه کې په ګډه امنیتي ننګونې له منځه یوسو ځکه چې په سیمه کې د ثبات ټینګښت په نړۍ کې د ثبات د ټینګښت لاملونه برابروي او د بشریت د بقا سبب کیږي.))

حامدکرزي زیاته کړه: ((زموږ د سیمې پروړاندې نورې پرتې ننګونې لوږه، بیکاري او د هوا د بدلون مسله ده چې که موږ یې په اړه ګډه همکاري وکړو او پر وړاندې یې په یو موټي توګه عمل وکړو نو له شک پرته چې زموږ سیمه به د ښې راتلونکې زیری له ځان سره ولري.))

د نوموړي په وینا، یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د استانبول په کنفرانس کې ګاونډیو او د سیمې ۱۴ هېوادونو په یوه خوله وویل چې په افغانستان کې امنیت د سیمې امنیت دی او ثبات لرونکی افغانستان د سیمې د ثبات لامل ګرځي.

هغه زیاته کړه : ((  له دې امله ټینګار زموږ دا دی چې ترهګري نه یوازې د افغانستان دښمنه، بلکې د پاکستان، د سیمې د هېوادونو او د ټول بشریت دښمنه ده چې باید په ګډه یې پر وړاندې په غوڅه توګه مبارزه وشي.))

ولسمشر وویل چې سږ کال یې له هندوستان سره ستراتیژیک تړون لاس لیک کړ او د امریکا له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک تړون د لاس لیک لپاره په خبرو بوخت دي که چیرې دغه تړون لاس لیک شو، هیله  داده چې دغه تړونونه د افغانستان او سیمې د ثبات د ټینګښت سبب شي.

نوموړي زیاته کړه : ((زه خپلو ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوم چې دغه تړونونه به هیڅکله هم د هغوی په زیان تمام نه شي او افغانستان به هیچاته د دې اجازه ورنه کړې چې خاوره یې د نورو پرخلاف وکارول شي. موږ غواړو له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره نیکې اړیکې او اقتصادي همکاري ولرو.))

ورپسې د سریلانکا جمهوررئیس،د هندوستان، بوتان،پاکستان او بنګله دیش صدراعظمانو په وار سره خبرې وکړې، پر سیمه ایزو همکاریو باندې د ټینګار په ترڅ کې یې وویل: ((موږ سیمه ایزو همکاریو ته اړتیا لرو او دغه همکاري نه یوازې د سیمې د ثبات او نیکمرغۍ سبب کیږي، بلکې په نړۍ کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره هم مرسته کوي.))

افغانستان په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د سارک سازمان غړیتوب ترلاسه کړی دی. دغه سازمان اته غړي لری،چې عبارت دي له افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا، بوتان، مالدیف او نیپال څخه.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version