ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا د بالسټيټ او د شيخ زايد پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تړون لاسليک شو

14 Nov 2011 - 18:34
14 Nov 2011 - 18:34

خوست ښار (پژواک ٢٣ لړم ٩٠): د امريکا د بالسټيټ او د خوست د شيخ زايد پوهنتون ترمنځ د همکارۍ درې کلن تړون لاسليک شو.

 د دغه تړون له مخې به بالسټيټ پوهنتون د شيخ زايد پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځى سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

 د بالسټيټ پوهنتون د نړيوالو پروګرامونو مشر کيلت هالنت نن د لړم په ٢٣مه، په خوست پوهنتون کې د دې تړون لاسليک کولو پر مهال وويل، چې په دې مرستو کې د ژورنالېزم پوهنځيو د استادانو او محصلينو لپاره د امريکا او ماليزيا په پوهنتونو کې د ورکشاپونو او په دغه پوهنتون کې د مېډيا سنټر جوړول شامل دي.

 ده زياته کړه، چې د دې چارې په ترسره کېدو سره به د شيخ زايد پوهنتون د استادانو او محصلينو تجربه زياته او مسلکي وړتيا به يې لوړه شي.

 د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رييس دوکتور واحدي پژواک اژانس ته وويل، چې د دوو پوهنتونونو ترمنځ د ياد شوي تړون لاسليک به زياتې ګټې ولري.

 د هغه په وينا، په شيخ زايد پوهنتون کې به د سيمې په کچه مېډيا سنټر جوړ شي، چې درې پوړيز به وي.

 ده زياته کړه، چې د دغې ودانۍ په لومړي پوړ کې به چاپي مطبوعات، په دويم پوړ کې راډيو او په درېيم پوړ کې به تلويزيون شتون ولري.

 د واحدي په خبره، دغه مېډيا سنټر به په ډېرو لوړو، عصري وسايلو سمبال وي او پرله پسې خپرونې به ولري او محصلين به په کې عملي زده کړې ترلاسه کوي.

 د شيخ زايد پوهنتون يوه استاد محمد خان نيازي پژواک ته وويل، چې دغه تړون به د استادانو او محصلينو د زده کړو پر روان بهير ډېر مثبت اغېز وکړي.

 ده زياته کړه، چې استادان به د امريکا او ماليزيا په پوهنتونونو کې وروزل شي او محصلين به د عملي کار په برخه کې له مېډيا سنټر څخه ګټه پورته کړي.

 د شيخ زايد پوهنتون د ژونالېزم پوهنځي د درېيم کال محصل وحيد، له پوهنتون سره په شوي تړون خوښ دی.

  نوموړی وايی، چې که په شيخ زايد پوهنتون کې مېډيا سنټر جوړ شي، نو محصلين اړ نه دي چې د عملی زده کړو په موخه نورو مېډياوو ته لاړ شي.

 هغه زياتوي، چې محصلين به په يو مهال نظري او عملی زده کړې ترلاسه کوي.

 د يادولو ده، چې د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی ۲۶۰ محصلين لري، چې په تېرو پنځو دورو کې يې نږدې ۲۰۰ کسان فارغ کړي دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version