جلال اباد (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): د ننګرهار له ٢٢ ولسواليو څخه وچکالۍ ځپلو ١٠ ولسواليو ته د کرنې رياست له لوري ١٢زره برخې کيمياوي سره او اصلاح شوى تخم رسېدلى، چې د وېشنې لړۍ يې د لړم په ٢٤مه پيل شوه.
د دغه ولايت د کرنې رييس انجنير محمد حسين ساپي د لړم په ٢٤مه پژوک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مرستې د کرنې او خوړو نړيوال سازمان (FAO) له لوري ترسره کېږي.
هغه زياته کړه، چې د دې مرستې له مخې د ننګرهار د کوټ، بټي کوټ، خوګياڼو، روداتو، شېرزادو، ښېوې، لعلپورې، ګوشتې، اچين او سره رود ولسواليو اړوند ١٢زره بزګرو ته ٦٠٠ ميتريک ټنه د غنمو اصلاح شوى تخم،١٢٠٠ ټنه سپينه او ٦٠٠ ټنه توره سره ورکول کېږي.
د ساپي په وينا، هر بزګر ته به، چې په خپله ځمکه کې يې کوکنار نه وي کرلي او کروندې يې تېر وچکالۍ ځپلې وي، د ٢٠٠٠ افغانيو په بدل کې ٥٠ کيلويي يوه بورۍ توره او دوه سپينه سره او يوه بورۍ غنم وېشل کېږي، چې په وينا يې، د وېشنې لړۍ به يې يوه اونۍ وخت ونيسي.
نوموړي زياته کړه، چې روان کال په ننګرهار کې د غنمو حاصلات ٢٠سلنه لوړ شوي دي او له ټول ننګرهار څخه ٣٠٠ سوه زره ميترک ټنه غنم ترلاسه شوي دي.
محمد حسين ساپي وويل، دا چې د هېواد په شمال کې ٧٠ سلنه حاصلات طبيعي پېښو او وچکالۍ ځپلي وو، د کرنې وزارت له هغو ولايتونو څخه ځينې ولسوالۍ کمې کړې، چې پخوا به ورته اصلاح شوي تخمونه وېشل کېدل.
هغه زياتوي، چې د کرنې وزارت سږ کال شمالي ولايتونو ته ١٠زره ميتريک ټنه د کيمياوي سرې او تخمونو ځانګړې برخه جلا کړې ده.
د خوګياڼو ولسوال حاجي محمدحسن پژواک ته وويل، چې ولسوالۍ ته يې ١٤٠٠ برخې کيمياوي سره او غنم رارسېدلي، چې د يوه ځانګړي مهالوېش له مخې به د ترويج مديريت او انکشافي شورا د يوه پلاوي له لوري، چې کارتونه يې وار له مخه ورکړل شوي، ووېشل شي.
د يادونې ده، چې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي هغه مهال د کرنې وزارت له دغه ولايت سره پر ظلم کولو تورن کړ، چې له ٢٢ ولسواليو څخه يې ١٢ ولسوالۍ د کرنيزو تخمونو او کيمياوي سرو له مرستې بې برخې کړې.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن