Pajhwok Afghan News

څلورو ولایتونو کې له زرګونه کورنیو او کروندګرو سره نغدي، د خوراکي توکو او اصلاح شوي تخم مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): په ننګرهار کې له ۲۸۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو، لوګر او جوزجان کې له ۲زره ۱۰۹ کورنیو سره د نغدو پیسو او په زابل کې له ۱۵۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم مرسته وشوه.

 په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام او افغاني سرې مياشتې ټولنې له خوا له ۲۸۰۰ بې‌وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو همغږۍ مسوول قريشي بدلون د مرغومي په ۶مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت مرکز جلال‌اباد ښار، اچين او يو شمېر نورو ولسواليو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP ) او افغاني سرې مياشتې ټولنې په همکارۍ له ۲۸۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۲۳۰۵ کورنیو ته د WFP له لوري د خوراکي توکو مرسته ورکړل شوې چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرام اوړه، ۱۰ لیتره غوړي او ۳۳ پاکټه د ماشومانو ککو ورکړل شو.

هغه زياتوي، دغه‌راز د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د جلال‌اباد ښار اړوند یو شمېر سیمو کې له ۵۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره – چې سروې یې مخکې تر سره شوې وه – د جرمني سره صلیب په همکارۍ د خوراکي توکو مرسته وشوه.

نوموړي وويل: «په دغو خوراکي توکو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرام اوړه،  ۲۴ کیلوګرام وریجې، ۱۰ لیټره غوړي،  ۷ کیلوګرام لوبیا ، ۵ کیلوګرام بوره، یو کیلوګرام شین چای، دوه کیلوګرام مالګه ۲،  ۷ کیلوګرام نخود، ۷ کیلوګرام دال مټر، شامل دي.»

بلخوا، د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري له ۲ زرو اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د محمداغې ولسوالۍ د یادو دوه زره کورنیو سروې موده مخکې د یوه ګډ پلاوي له خوا شوې وه او بېوزلې پېژندل شوې وې.

هغه زیاته کړه، نن له دغو کورنیو سره د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د نغدو پیسو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

دی وايي، هڅه کوي د لوګر د نورو ولسوالیو له اړو او بېوزله کورنیو سره هم ورته مرسته وشي.

د یو بل خبر له مخې، د زابل د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت د دایچوپان ولسوالۍ پر ۱۵۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوې سرې وېش پيل شو.

د یادې ادارې رییس مولوي عطاءالله راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، د غنمو اصلاح شوی تخم، سپینه او توره سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان/ UN-FAO په مالي لګښت چمتو شوي چې د وېش چارې یې د افغان پرمختیايي ټولنې/ ADA له لوري ترسره کېږي.

هغه زیاتوي، هر کروندګر ته یوه بورۍ د غنمو اصلاح شوی تخم، یوه بورۍ سپینه او یوه بورۍ توره سره ورکول کېږي.

د نوموړي په خبره، دا چې اوس په دغه یاد ولایت کې د غنمو کرلو موسم دی، نو له دې مرستې سره به د غنمو حاصلات ډېر شي.

د کرنې رییس یادونه وکړه چې تر دې مهاله نړۍوالو مرستندویه ادارو د زابل ولایت له ۷ زره کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې مرسته کړې ده.

دغه‌راز، د جوزجان د اقتصاد رییس مولوي محمدظریف فایز پژواک اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په مرکز کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ  (UNHCR) له خوا له ۱۰۹ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

هغه وویل، هرې کورنۍ ته ۲۷۵ امریکايي ډالر ورکړل شول.

Views: 19

Exit mobile version