کابل (پژواک مه٢٤لړم٩٠): ولسمشرحامد کرزي د بريتانيا د لومړي وزير سره په يوه تليفونې اړيکه کې د امريکا سره د ستراتيژيک تړون او دوديزي لوې جرګې په اړه خبري وکړي.
د ولسمشر د ويندوي له دفتر څخه د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوىخبرپاڼه کې راغلي دي ، چې حامد کرزي نن ماښام د یوې ټیلیفونې اړیکې په ترڅ کې د بریتانیا له لومړي وزير ډ یویډ کامرون سره د افغانستان او د امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون او د دودیزې مشورتي لویې جرګې او له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د بهر په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر کرزي وویل: (( د افغانستان دملت استازي خوشحاله دي چې د لومړي ځل لپاره په داسې یوه لویه جرګه کې ګډون کوي چې د نړۍ له یوه ستر هېواد سره د یو مهم ستراتیژیک تړون په اړه حکومت ته سلا مشوره ورکوي.))
همدا راز کرزي په دغه ټیلیفوني اړیکه کې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد په اړه وویل: د دغه بهیر دويم پړاو به سباد (لړم په ٢٥مه)د افغانستان د خلکو په دودیزه لویه جرګه کې اعلان شي، او زياته يې کړه افغانان دې ته لیوال دي چې د لیږد بهیر په خپل وخت ترسره او له ۲۰۱۴ زيږديزڅخه کال وروسته افغانان په بشپړه توګه د خپل هېواد امنیتي چارې په خپله اداره کړي.
دخبرپانې ترمخه، ولسمشر کرزي د خپلو خبرو په ترڅ کې زياته کړه ، چې د افغانستان خلک غواړي د خپلو ملي ګټو په خوندیتوب سره د نړۍ له سترو هېوادونو سره په دې شرط ستراتیژیک تړونونه لاس لیک کړي چې د افغانستان ملي حاکمیت او نافذ قوانین یې مراعت او دغه تړونونه په هېواد کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.
سرچينه کاږي چې حامد کرزي د افغانستان په اړه د آلمان په هېواد کې د دويم بن د کنفرانس لپاره د افغان دولت لخوا د نیول شويو چمتوالي په اړه ډیویډکامرون ته معلومات ورکړل او هغه یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اوږد مهالې همکارۍ په لاره کې مهم کنفرانس وباله.
دواړو لورو د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند په باب هم خبرې وکړې، او ټینګار یې وکړ چې د همکاریو دوام د دواړو هېوادونو په ګټه دی.
د بریتانیا لومړي وزير یو ځل بیا ډاډ څرګند کړ چې هېواد به یې له ۲۰۱۴ زيږديزکال څخه وروسته هم د افغانستان سره د يوه دوست او همکار هېواد په توګه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن