ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نهرين ولسوالۍ کې دوه تنه ووژل شول

17 Nov 2011 - 15:53
17 Nov 2011 - 15:53

پلخمري-پل علم (پژواک ٢٦ لړم ٩٠): د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې د وسلوالو ترمنځ د نښتې له امله دوه تنه ووژل شول او په پل علم ښار کې د ايساف ځواکونو له خوا دوه وسلوال طالبان نيول شوي دي.

دغه نښته د نامسوولو وسلوالو ترمنځ نن (د لړم ٢٦مه) په نهرين ولسوالۍ کې رامنځته شوه.

د نهرين امنيه قوماندان سمونوال نورګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې جګړه کې له ښکېلو دواړو خواوو کسان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه مهال پوليس سيمې ته تللي او امنيتي حالت يې کنټرول کړى دى.

د نهرين ولسوال فضل الرحمن پژواک ته وويل، چې ياده نښته د شخصي تربګنيو له امله پېښه شوې او په اړه يې څېړنې روانې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي عين الدين پژواک ته وويل: ((زموږ په سيمه کې داسې نښتې ډېرې شوې دي او له هر چا سره وسله شته…))

نوموړي له دولت څخه وغوښتل، څو له نامسوولو وسله والو وسلې راغونډې کړي، پرته له دې بې ګناه خلک وژل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د نامسوولو وسلوالو له لوري د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې پر يوه کور د بريد په پايله کې، دوه ملکي وګړي ووژل شول او د يوې ښځې او ماشوم په ګډون دوه نور ټپيان شوي وو.

د يوه بل خبر له مخې،د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د افغان او ايساف ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې دوه وسلوال طالبان له وسلو سره ونيول شول.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد عمليات تېره شپه د پل علم ښار په پادخواب شانه سيمه کې ترسره شول.

 د هغه په وينا، له دغو کسانو څخه يو ميل ٨٢ملي مترين توپ، دوه کلاشينکوفونه او يوشمېر مرمۍ ترلاسه شوې دي.

 لومړنۍ څېړنې په ډاګه کوي، چې دغو وسلوالو د ايساف پر کمپ د بريد تکل درلود.

 د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش هم د يادو کسانو د نيولو پخلى وکړ او پژواک ته يې وويل، چې ياد کسان د نورو پوښتنو لپاره د ايساف کمپ ته وړل شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د لوګر د عينک د مسو د پروژې امنيتي مسوولينو د عينک د مسو د پروژې د لارې په اوږدو کې،د راکټي بريدونو او ماين اېښودلو د عاميلينو د نيولو خبر ورکړى و .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version