ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترکيې په سياليو کې د افغان سوک وهنې لوبډلې درېيم مقام وګاټه

19 Nov 2011 - 16:37
19 Nov 2011 - 16:37

کابل (پژواک ٢٨ لړم ٩٠): د افغانستان د سوک وهلو ملي لوبډلې د رزمي ورزشونو د سياليو په دويم دور کې د شلو مډالونو په ګټلو سره يې درېيم مقام خپل او وطن ته راستون شو.

په دې سياليو کې چې د ١٨ هېوادونو لوبغاړو ګډون کړى وو، د روان کال د لړم له ٢٣مې تر  ٢٨مې پورې د ترکيې په انتانيا ښار کې ترسره شوې وې.

د سوک وهلو د ملي لوبډلې روزونکي علي محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې سياليو کې د افغانستان د سوک وهلو په لوبډله کې ١٢ لوبغاړو او د پلاوي په توګه  دوو کسانو ګډون کړى وو.

هغه زياته کړه چې دې لوبډلې وکړاى شو، څو د سرو زرو شپږ، د سپينو زور څلور او د برونزو لس مډالونه خپل او درېيم مقام ترلاسه کړ.

افشار زياته کړه، په دې سياليو کې ٤ ښځينه لوبغاړې هم شاملې وې، چې دوى هم درې د سرو زرو او دوه د سپينو زرو مډالونو وياړ هېواد ته راوړ.

دا لوبډله چې نن (د لړم ٢٨مه) هېواد ته راستنه شوه، د کابل په هوايي ډګر کې د يو شمېر لوبغاړو او د اولمپيک د مسوولينو له لوري بدرګه شول.

په دې سياليو کې رومانيا لومړى او ترکيې دويم مقام خپل کړ.

افشار وويل، چې د هېواد د سوک وهنې ډلې د دې سياليو په لومړي دور کې، چې په ٢٠٠٩کال کې هم، په دې ښار کې ترسره شوې وې، د سرو زرو د درېيو او د سپينو زرو د دوو مډالونو په ترلاسه کولو سره وکړاى شول، چې اتلولي ترلاسه کړي.

د وروستۍ يوې مياشتې په ترڅ کې، افغان لوبغاړو په نړيوالو سياليو کې د پام وړ مقامونه تر لاسه کړي دي.

د هېواد د اشي هارا ملي لوبډلې، د اسيا- اروپا په درې ورځنيو سياليو کې، چې د لړم په ١٩مه، د ترکيې د انتانيا په ښار کې د ١٦ لوبډلو او لسو هېوادونو په ګډون ترسره شوې، د هېواد لوبډلې د شپږو مډالونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام ترلاسه کړ.

 همدارنګه د هېواد د کانګفو لوبډلې هم، د نړيوالو سياليو په لومړي دور کې د شپږو مډالونو په ترلاسه کولو سره، چې د ٤٤ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون د روان کال د لړم له ٦مې څخه تر ١٢مې پورې د ايران په شېراز ښار کې تر سره شوې، درېيم مقام ترلاسه کړ.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version