ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند چارواكي: طالبان کروندګر د کوکنارو کرلو ته هڅوي

19 Nov 2011 - 16:25
19 Nov 2011 - 16:25

لښکرګاه (پژواک ٢٨ لړم ٩٠): د هلمند دولتي چارواكي ادعا کوي، چې د دولت وسله وال مخالفين د خپلو ګټو په خاطر كروندګر هڅوي، چې په خپلو ځمكو كې كوكنارو وكري.

دغه خبره د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار د لړم په ۲۸مه د كوكنارو د کر د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي په جوړه شوې غونډه كې وكړه.

دا غونډه، چې په کې سلګونه قومي مشرانو ديني عالمانو او دولتي چارواكو برخه اخيستي وه، نن (د لړم په ٢٨مه) د ولايت دغونډو په تالار كې جوړه شوې وه.

انګار وويل، چې وسله وال طالبان کروندګر ځکه د کوکنارو کرلو ته اړ باسي، چې له دې لارې ځانونو ته وسلې او نور جنګي وسايل برابروي او يوه اندازه پيسې له کروندګرو په دغه دليل اخلي، چې له دولت څخه ورته د هغو د کوکنارو کښتونه ساتي.

خو امنيه قوماندان وايي، چې دوى د نورو كلونو په پرتله د كوكنارو د كښت د مخنيوي په موخه مبارزه جدي كړې او ټول هغه كروندګر به ونيول شي، چې په خپلو ځمكو كې كوكنار كري او د قانون منګلو ته به يې وسپاري.

د انګار په خبره، چې په نورو كلونو كې د كوكنارو د كر پر مهال يواځې هغو ته د عامه پوهاوي له لارې د كوكنارو د كر زيانونه ويل كېدل او كيمياوي سرې او اصلاح شوي تخمونه به وركول كېدل، خو سږ كال به د عامه پوهاوي او مرستو سره يوځاى د كوكنارو د كر د مخنيوي په برخه كې چټكه مبارزه روانه وي او قانون به پرې پلى کېږي.

د كوكنارو د کر د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي د غونډې په ترڅ كې د هلمند د اطلاعاتو او كلتور رييس عاليشاه مظلوميار، چې د همدې غونډې په تنظيم کې يې برخه لرله، له دولتي چارواكو غوښتنه وكړه، چې لومړى دې د كوكنارو د كر د مخنيوي لړۍ له هغو سيمو پيل كړي، چې د دولت د مخالفينو په واك کې دي.

هغه زياته کړه، چې اوس ډېرى خلك هڅه كوي، چي د دولت له ولكې په وتلو سيمو كې زيات كوكنار وكري؛ ځكه هلته يې پر وړاندې ستونزې نشته.

نوموړي د همدې غونډې له ګډونوالو هم غوښتنه وكړه، چې د دغه كښت د مخنيوي لپاره خپله مرسته ونه سپموي او د كوكنارو پر ځاى حلال كښت وكري.

په دې غونډه كې د نادعلي ولسوال حبيب الله شملاني هم وويل، چې د دوى د معلوماتو له مخې اوس هم كروندګر طالبانو ته پيسې ورټولوي، ترڅو په سيمه كې د كوكنارو فصل ته د رسېدو زمينه برابره كړي.

نوموړي زياته کړه، چې سږ كال د نادعلي ولسوالۍ په دښتي غصب شويو ځمكو كې د نورو كلونو په پرتله دوه برابره کوکنار كرل شوي، چې په اټكليزه توګه زرو جريبو ته رسېږي.

 د ګرشك ولسوال سليم رودي بيا د كوكنارو د کرلو او د جرمونو د مخنيوي لپاره ولسوالۍ ته د وركړل شويو پوليسو تشكيل كافي نه بولي او وايي، چې ګرشك يوه پراخه ولسوالۍ ده او بايد په تشكيل كې يې زياتوالى راشي.

نوموړي زياته کړه، چې د ګرشك مسوولينو د كوكنارو د مخنيوي په اړه له وړاندې هڅې پيل كړې، خو ګيله يې وكړه، چې يو شمېر كسان د قومي مشرانو او دولتي چارواكو په توګه د دوى د جدي مبارزې پر وړاندې خنډونه جوړوي، خو په دې اړه يې زيات توضيحات ورنه كړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه د هلمند د چارواکو د ادعا په اړه ‌څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version