کوېټه (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): د بلوڅ وسله والو په وړاندې د پاکستانيو ځواکونو په عملياتو کې د دغه هېواد ١٤ سرتېري وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.
د بلوچستان د نيمه پوځي ځواک (فرنټيير فورس) له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې، د دې مطلب په څرګندولو سره راغلي، چې وژل شوي او ټپي سرتېري په پاکستانيو ملېشو (ايف سي) پورې تړاو لري.
د خبرپاڼې په حواله، بلوڅ وسله والو د بلوچستان ايالت په لور لايې سيمه کې د (ايف سي) ځواکونو پر پوستې بريد وکړ، چې په ترڅ کې ١٤ سرتېري ووژل شول او ١٦ نور ټپيان شول.
سرچينه کاږي، چې د بلوڅ ياغيانو پر ضد اوس هم عمليات روان دي او تر هغه وخته پورې به دوام وکړي، چې سيمه ورڅخه پاکه شوې نه وي.
دغه راز په سيمه کې يوه ځايي خبريال مصطفى زمري د لړم په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بلوڅو پر ضد عمليات له تېرې ورځې راهيسې په سماولنګ سيمه کې پيل شوي او اوس هم روان دي.
نوموړي زياته کړه چې د همدغو عملياتو په لړ کې، نن د بلوچستان ايالات د لورلايي په سيمه کې د بلوڅو او سرحدي پوليسو تر منځ نښته شوې، چې ١٤ تنه په کې وژل شوي او ١٦ نور ژوبل دي.
د زمري په وينا، په وژل شويو کسانو کې يو لوړ پوړى نظامي چارواکى شهزاد هم شامل دى.
د يادولو وړ ده، چې سماولنګ د کوېټي ښار ختيځ لوري ته په ٤٠٠ کيلو مترۍ کې پروت دى او د ډبرو د سکرو پراخه زېرمې لري؛ خو په دغې سيمه کې مېشت د مري قبيلې خلک يې خپل حق بولي، چې وخت ناوخته يې پر سر له پاکستانيو ځواکونو سره نښته رامنځ ته کېږي.
د بلوڅو ملت پاله ګوند له تېرو څو لسيزو راهيسې د پاکستان دولت پر وړاندې وسله واله مبارزه کې او غوښتنه کوي، چې په دغه ايالت کې د شته طبيعې زېرمو له عايداتو څخه دې بلوڅانو ته پوره حق ورکړل شي.
دغه راز د بلوچستان ايالت د سياسي کورواکي پراختيا، د بلوڅو ملت پاله ګوند له مهمو غوښتنو څخه دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن